د لاس رسي وړ اتصالات

د ناروې د کډوالو شورا: افغانستان د نړۍ پنځم هېر شوی کړکېچن هېواد

افغانستان د ناروې د کډوالو شورا (NRC) په تازه راپور کې پنځم مقام خپل کړی دی. دا رپوټ په "نړۍ کې د بې‌ځایه کېدو هېر شوي کړکېچ " تر سرلیک لاندې خپور شوی دی.

دغه رپوټ چې د ۲۰۲۶ کال د جون په څلورمه خپور شوی، ښيي چې افغانستان له هغو هېوادونو څخه دی چې له پراخ بشري کړکېچ سره سره، تر ټولو کمه سیاسي، رسنیزه او مالي پاملرنه ورته شوې ده.

دا رپوټ وايي چې په افغانستان کې شاوخوا ۲۲.۹ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري، چې د هېواد د ۴۶ میلیونه نفوس نږدې نیمایي برخه جوړوي. د افغانستان دننه او بهر د بې‌ځایه شویو کسانو شمېر ۹.۵ میلیونو ته رسېدلی دی.

د ناروې د کډوالو شورا خبرداری ورکړی چې په ۲۰۲۵ کال کې د نړیوالو مرستو کمښت د افغانستان پر بشري وضعیت ویجاړوونکې اغېزې کړې دي.

د راپور له مخې، د ۲۰۲۵ کال لپاره د نړیوالې بودیجې د کمېدو له اعلان وروسته، نږدې ۴ میلیونه افغان ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي او له ۴۰۰ څخه زیات روغتیايي مرکزونه د بودجې د کمښت له امله تړل شوي، چې له امله یې د میلیونونو کسانو لاسرسي روغتیايي خدمتونو ته محدوده شوی دی.

د ناروې د کډوالو شورا د افغانستان د کونړ او بلخ ولایتونو د مرګونو زلزلو یادونه کړې او ویلي یې دي چې یوازې په کونړ کې د ریختر په کچه شپږ درجې زلزلې له ۲۱۵۰ څخه زیات کسان وژلي او زرګونه کورونه یې ویجاړ کړي دي.

په رپوټ کې راغلي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ پراخې جګړې، چې د پاکستاني ځواکونو هوايي بریدونه هم پکې شامل وو، سلګونه کسان مړه او ټپیان کړي او لسګونه زره کورنۍ یې اړې کړې چې خپل کورونه پرېږدي او په سختو شرایطو کې ژوند وکړي.

رپوټ زیاتوي چې یوازې په ۲۰۲۵ میلادي کال کې شاوخوا ۲.۹ میلیونه افغانان له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي دي. د رپوټ پر بنسټ ډېری دغه کسان د فشارونو او یا هم جبري شرایطو له امله خپل هېواد ته بېرته ستانه شوي دي.

د ناروې د کډوالو شورا خبرداری ورکړی چې ډېری ستانه شوي کسان له شتمنۍ او کافي امکاناتو پرته داسې هېواد ته راګرځېدلي چې له سخت اقتصادي او بشري کړکېچ سره مخ دی.

پدې رپوټ کې د ښځو او نجونو پر وړاندې پراخو محدودیتونو ته هم اشاره شوې او وايي چې واک ته د طالبانو له بېرته رسېدو راهیسې د ښځو د زده‌کړو، کار او ټولنیز حضور په برخه کې نږدې سل فرمانونه او محدودیتونه لګول شوي دي.

رپوټ ټینګار کوي چې د افغانستان د کلتوري او روغتیايي اړتیاوو له مخې، د ښځینه ډاکټرانو له نشتوالي سره د ښځو روغتیايي خدمتونه له جدي ستونزو سره مخ شوي او د ښځینه مرستندویو له حضور پرته اړمنو ښځو ته رسېدل ناممکن کېږي.

د ناروې د کډوالو شورا خبرداری ورکړی چې د فقر، طبیعي افتونو او د نړیوالو مرستو د کمېدو ترڅنګ د اوسني وضعیت دوام به د افغانستان کړکېچ لا ژور کړي او د نړیوالې ټولنې بېړنۍ پاملرنې ته اړتیا لري.

په راپور کې سپارښتنه شوې چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان کړکېچ ته له بېلابېلو اړخونو رسیدګي وکړي، هم د هغو ګاونډیو هېوادونو ملاتړ وکړي چې افغان کډوال مني او هم د نړیوالو مرستو او اوږدمهالو پروګرامونو له لارې د افغانانو د بې‌ځایه کېدو او جبري کډوالۍ اساسي لاملونه حل کړي.

طالبانو د دې راپور تر خپرېدو پورې په اړه یې غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې یې په افغانستان کې اقتصادي ستونزې د خپل حکومت د نه رسمیت پېژندلو پایله بللې او د ښځو او نجونو د زده‌کړو محدودیتونه یې د افغانستان کورنۍ موضوع ګڼلې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG