د لاس رسي وړ اتصالات

د هند په ممبۍ ښار کې د افغاني تولیداتو نندارتون جوړېږي


د هند په نندارتون کې به د افغانستان د قیمي ډبرو او غالیو سربېره د هېواد تر ټولو غوره تولیدات نندارې ته کېښودل شي.
د هند په نندارتون کې به د افغانستان د قیمي ډبرو او غالیو سربېره د هېواد تر ټولو غوره تولیدات نندارې ته کېښودل شي.

د افغانستان د اقتصادي ودې او د افغاني تولیداتو لپاره د بازار موندنې په خاطر تیره اونۍ د امریکا په واشنګټن ډي سي ښار کې یوه غونډه رابلل شوې وه.

غونډه چې"د نیکمرغۍ په لور" تر سرلیک لاندې جوړه شوې وه په ترڅ کې یې برخه والو په هند کې د افغاني تولیداتو لپاره د بازار موندنې په خاطر بحث وکړ.

په پام کې ده چې د روان کال د سپټمبر میاشتې له ۱۲-۱۵ نېټې پورې په ممبۍ ښار کې د افغانستان سوداګر خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړي.

پدې نندارتون کې به د افغانستان د قیمي ډبرو او غالیو سربېره د هېواد تر ټولو غوره تولیدات نندارې ته کېښودل شي.

په امریکا کې د افغانستان سفیر حمدالله محب وایې چې دغه نندارتون به د هند او نورو پانګه والو لپاره له افغاني محصولاتو سره د آشنا کېدو زمینه برابره کړي.

ښاغلي محب وویل چې د هند نندارتون د افغانستان او نورو هېوادونو ترمنځ تجارتي اړیکې زیاتوي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېرکال د افغانستان او جنوبي آسیا لپاره د خپلې ادارې د تګلارې د اعلان پر وخت ویلي وو چې واشنګټن به نوی ډهلی د کابل د اقتصادي ودې په پروګرامونو کې شامل کړي.

هند په آسیا کې هغه هېواد دی چې د افغانستان د بیارغونې لپاره یې تر یو میلیارد ډالرو زیاته مرسته کړې ده.

د هند په ممبۍ ښار کې د افغاني تولیداتو نندارتون جوړېږي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:30 0:00

XS
SM
MD
LG