د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونو: ۲۰۱۳ کال دافغانانو دپاره تر ټولو خونړی کال و


ملګري ملتونه وایي په افغانستان کې د ملکي وگړو مرگ ژوبله دومره زیاته شوې چې په دولس کلنه جگړه کې تیر میلادي کال تر ټولو خونړی کال و.

د ملګرو ملتونو د افغاسنتان ماموریت، یوناما د شنبې په ورځ په خپاره کړي ریپوټ کې ویلي چې په دوه زره دیارلسم کې د ملکي خلکو د مرگ ژوبلې کچه دیارلس فیصده لوړه شوه ده. ټولټال 3000 کسان وژل شوي دي او 5600 کسان ټپیان سوي دي.

په عین حال کې د وژل شویو ماشومانو او میرمنو شمیر هم د دوه زره دولسم کال په پرتله دریمه برخه لوړ شوی دی.

د یوناما په رپوټ کې راغلي چې په څلور کې دری برخې د ملکي کسانو مرگ ژوبله د طالبانو او نورو مخالفانو په بریدونو کې رامینځ ته شوې ده.

رپوټ د ٢٠١٣ په پیښو کې یو بل ټکی هم د خطر زنگ بللی دی او زیاتوي چې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ په جگړو کې هم د ملکیانو د مرګ ژوبلې کچه پورته شوې ده.

د یونما ریپوټ په داسي حال کې خپرېږي چې د شنبې د ورځې په سهار د جلال اباد ښار په دوهمه ناحیه کې د ماین چاودنه شوې ده یو ملکي وګړی پکې وژل شوی او ۹ کسه نور په کښي ټپیان شوي دي. ماین ددغه ښار په زړه د یوه واړه پله لاندې ځای په ځای شوی و. معلومه نده چې د ماین اصلي ښکار څوک و. ولې په ملکي وګړو چاودلی دی.

د ننګرهار د عامې روغتیا رئيس نجیب الله کامه وال امریکا غږ اشنا راډیو ته ویلي چې ددغې چاودنې د یوه ملکي وګړي جسد او نهه ټپي ولسي وګړي روغتونونو ته ور وړل شوي دي. په ټپيانو کې یوه ښځه او څو ماشومان هم شامل دي.

هغه وویل د ټپيانو روغتیايي حالت اوس ښه دی او تر درملنې لاندې دي. د یوه بل خبر له مخې د افغانستان د ملي امنیت اداره وايي چې په کنړ کې یې د یوه ځانمرګي برید مخه نېولې ده. ځانمرګي برید کونکي غوښتل چې د یوه سراچه موټر په واسطه چې له چاودیدونکو توکو ډک و، په اسعد اباد ښار کې ځان والوزوي خو ملي امنیت وايي ځانمرګی یې نیولی دی.

په سرپل کې بیا یو قومي مشر وژل شوی او هرات کې د یوه کاندید کمپاین کوونکی ټپي شوی دی.

پدغو دواړو پېښو په هکله وسلوالو طالبانو غبرګون ندی ښودلی.
XS
SM
MD
LG