د لاس رسي وړ اتصالات

د سولې د جګرې استاځي: د جمهور ریْس کرزي د پلان ملاتړ کوو


په کابل کې د سولې په جرګه کې ګډون کونکي استاځي وايي چې دوی د جمهور ریْس حامد کرزي د هغو پلانونو ملاتړ کوي چې غواړي د طالبانو سره د سولې خبري وکړي او د تقریباْ ۹ کالو جګړه ختمه کړي.

دغو ۱۶ سوه استاځو د جمهور ريْس کرزي د روغې جوړې پلان نن هغه وخت منظور کړ چې د سولې دغه درې ورځنۍ جرګه یې د افغانستان په پایتخت کابل کې ختمه کړه.

قبایلي مشرانو او نورو استاځو نن د جمعې په ورځ د دې جرګې وروستۍ غونډه وکړه. هغوی په دې جرګه کې په کوچنیو کاري جرګه ګیو سره وویشل شول. په دې ډله کې د یوه کمیسون جوړیدل هم و چې وکړای شي هغه هلې ځلې پر مخ بوزي چې د طالبانو سره د خبرو غوښتنه کوي.

په جرګه کې د بحثونو په لړ کې استاځو وویل چې مخکي له دې چې حکومت د طالبانو د یاغي ډلې سره په مذاکراتو پيل کوي باید د دې مذاکرتو د پاره مخکیني شرایط وضع شي. ځینو استاځو د آمریکا نه وغوښتل چې د طالبانو هغه بندیان دي خوشي کړي چې د آمریکا په زندانونو کې پراته دي، په دې شرط چې په هغوی باندې کوم تورونه نه وي لګیدلي. نورو استاځو بیا د ملګرو ملتونو نه وغوښتل چې د طالبانو د مشرانو نومونه دي د خپل تور لست نه وباسي.

طالبانو ته په دې جرګه کې بلنه نه وه ورکړه شوې. او طالبانو ویلي و چې دوی تر هغو د سولې په خبرو کې برخه وانخلي ترڅو چې ټول خارجي عسکر د افغانستان نه وتلي نه وي. د افغانستان حکومت د طالبانو نه غواړي چې خپلې وسلې پرځمکه کښېږدي، د حملو نه لاس واخلي او د افغانستان د اساسي قانون احترام وکړي.

XS
SM
MD
LG