د ولسي جرگې د ټاکنو لپاره د کندهار په ښار کې سخت امنیتي ترتیبات نیول شوي او د جمعې د ورځې را وروسته د ښار ټولو واټونه د موټرو او موټرسایکلونو د تګ راتګ پرمخ تړل شوي او یوازې هغو وسایطو ته، چې دمخه اجازه یې ترلاسه کړې وي په واټونو کې د تګ اجازه ورکول کیږي.
د کندهار ټاکنې په تصویرونو کې
۵
د زرغونې انا د نجونو په لیسه کې، د ښځینه رای ورکوونکو گڼه گوڼه د پام وړ وه
۶
په کندهار ښار کې نن د رایې اجونې ۴۰ مرکزونه پرانیستل شوي دي. دا د سید جمال الدین لیسه ده چې رای ورکوونکي په کتارونو کې ولاړ دي.
۷
د زرغونې انا په لیسه کې یو شمیر ښځو امریکا غږ ته ویلي چې په لستونو کې یې د خپلو نومونو د پیدا کولو ستونزې درلودې.
۸
په کندهار کې د ولسي جرګې ټاکنې د معروف او نیش ولسوالیو پرته، چې امنیتي وضعیت یې سم نه دی، په نورو ټولو ۱۴ ولسوالیو کې ۱۱۱۲ محلونو کې ترسره کیږي.