د ولسي جرگې د ټاکنو لپاره د کندهار په ښار کې سخت امنیتي ترتیبات نیول شوي او د جمعې د ورځې را وروسته د ښار ټولو واټونه د موټرو او موټرسایکلونو د تګ راتګ پرمخ تړل شوي او یوازې هغو وسایطو ته، چې دمخه اجازه یې ترلاسه کړې وي په واټونو کې د تګ اجازه ورکول کیږي.
د کندهار ټاکنې په تصویرونو کې
۱۳
د کندهار په ښار کې د رای ورکوونکو اوږده کتارونه
۱۴
په کندهار کې په ټاکنو کې د خلکو گډون د پام وړ. د امنیتي اندیښنو له امله افغان حکومت پاکستان سره د سپین بولدک – چمن سرحد د جمعې له ورځې راپدیخوا د دوو ورځو لپاره تړلی دی.
۱۵
د رای ورکوونکو په وینا د رایې اجونې په یو شمیر مرکزونو کې د بایومټریک دستګاو د کارونې په برخه کې ستونزې موجودې وې.
۱۶
امنیتي کارکوونکي