د لاس رسي وړ اتصالات

په کندهار کې ۱۹وسله وال وژل شوي


آرشیف
آرشیف
دکندهارپوليس مقامات وايي چي پدې ولایت کې دپوځي عملیاتوپه ترځ کې د دولت ۱۹ وسله وال مخالفین وژل شوي .

په عین حال کې پولیسو خبرداری ورکړی دی چې دهویت پیژندي پاڼې د خلګو لپاره ډيرې مهمې دي او خلګ دي د ځان سره ګرځوي .


دکندهارد امنيت امرسمونوال رحمت الله اطرافي وويل چي پدې ولایت کې د دولت د وسله والومخالفینو پرضد د پیل شویو پوځي عملیاتو په ترځ کې د دولت ۱۹ تنه وسله وال مخالفين وژل شوي ،۱۲تنه يې ټپي شوي او ۹تنه نور یې هم له وسلواومهماتوسره یوځای اسیران نیول شوي دي.

په عین حال کې دامنیت امر وايي چې د هویت پيژندې لپاره به پوليس له هغو ټولو کسانوڅخه د تذکرو او یا هم د رایي ورکولو د کارتونوغوښتنه کوي چي له دغه ولایت ته تګ راتګ کوي .

ښاغلی اطرافي وايي چي دا ګام يې دروژې په مبارکه میاشت کې دهر راز ورانکارۍ دمخ نوي په هدف پورته کړی دی .،، موږ۸ ګډعملیات کړي ۱۰موځانګړي عملیات کړي. پخوا به دښمن له دې څخه استفاده کول چي زموږ پوليس به دروژې په میاشت کې ستړي وو دوي به دځان په ګټه استفاده کول چي داځل موداخلاهم ډګه کړې اوتدابیري پلان ورته لرو . بله مهمه خبره دا ده چي موږد ښارټولودروازوته خبر ورکړی دی چې له هرچاڅخه باید دتذکرې یا رای ګیرۍ د کارټ غوښتنه وکړي. که څواک دا کارټ ونلري په ستونزه کې به راګیرشي اوزموږهدف دادی چي په دقیق ډول دهر چا هویت معلوم کړو.،،

ښاغلي اطرافي زیاته کړه چي پدې عملیاتو کې۳۳ حلقې دسړک غاړې ماینونه هم له منځه وړل شوي دي.

عزیزالله پوپل - کندهار
XS
SM
MD
LG