د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په جنوب کې یواځې یوه څارنواله کار کوي


د کار له پیل کولو څخه وروسته، څارنوالې فایض د مېرمنو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۵۰ قضیې څېړلې دي.
د کار له پیل کولو څخه وروسته، څارنوالې فایض د مېرمنو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۵۰ قضیې څېړلې دي.

زینب فایض د افغانستان په جنوب، کندهار ولایت کې د ښځو لپاره د عدالت د تامین په خاطر د تېرو دوو کلونو راهېسې د څارنوالې په صفت کار پیل کړی دی.

څارنوالې فایض له امریکا غږ سره په خبرو کې ویلي چې په خپله دنده کې بریالی ده او تر اوسه يې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي بیلابیلې قضيې حل او فصل کړي.

میرمن فایض په ټوله جنوبي حوزه کې یواځنۍ ښځینه څارنواله ده چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیې څېړي. دارنګه، هغه په کندهار ولایت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي د څارنوالۍ مشره ده.

د کار له پیل کولو څخه وروسته، څارنوالې فایض د مېرمنو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۵۰ قضیې څېړلې دي.

څارنواله فایض وایې چې د خلکو او د هغه ترمنځ رابطه "د ډاکټر او ناروغ ترمنځ اړیکې ته ورته ده،" هغې زیاته کړه چې "د تاوتریخوالي قربانۍ مېرمنې له ښځینه څارنوالې سره په ډاډه زړه خبرې کولای شي."

زینب فایض وايې چې په خپل کار سره يې هغه باور مات کړی چې ګواکي ښځې د قضا او څارنوالۍ په څېر ستونزمنې دندې په ولایتونو کې نه شي اجرا کولې.

په جنوبي حوزې کې يواځنۍ ښځینه څارنوالې له نورو میرمنو څخه غواړي چې تعلیم وکړي او له لوستو میرمنو څخه یې غوښتنه داده چې په پوره میړانې خپله دنده ترسره کړي.

د افغانستان په جنوب کې یواځې یوه څارنواله کار کوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:10 0:00

XS
SM
MD
LG