د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د ۱۳۹۹کال کانکور ازموینو اخیستلو نېټه معلومه شوه


د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د کانکور ازموینې ملي کمېټه وايي، د ۱۳۹۹ کال د کانکور ازموینې به په څلورو پړاونو کې تر سره شي.

د دغه ادارې سرپرست عبدالقدیر خموش نن چهارشنبه جولای ۱۵ (چنګاښ ۲۵) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې په لومړي پړاو کې به د روانې چنګاښ میاشتې پر ۲۹مه د ارزګان، بادغیس، پکتیکا، پنجشیر، دایکندي، زابل، سرپل، سمنګان، غور، فراه، کندز، کندهار، کونړ، لوګر، نورستان، نیمروز او میدان وردګ ولایتونو د کانکور ازموینې واخیستل شي.

هغه وویل چې د کانکور ازموینې دوهمه پړاو به د د راتلونکي لوی اختر پر څلورمه په اتو ولایتونو هلمند، غزني، پکتیا، خوست، کاپیسا، بامیان، لغمان او هرات ولایتونو کې پیل شي.

د کانکور کمېټې سرپرست یاد خبري کنفرانس ته ویلي چې د کانکور ازموینې دریم پړاو به د لوی اختر پر ۷ مه په پنځو ولایتونو فاریاب، جوزجان، بلخ، پروان او بغلان کې پيلیږي.

د نوموړي د معلوماتو په اساس د کانکو ازموینې څلورم پړاو به د څلورو حوزو په ګډون په ننګرهار، تخار او بدخشان کې هم پيل شي چې په وینا یې ټول بهیر به یې د راتلونکي زمري میاشتې تر پایه پای ته ورسیږي.

د لوړو زده کړو وزارت د کانکور کمېټې د معلوماتو په اساس د کابل ولایت د کانکور ازموینې به د سنبلې میاشتې پر لومړۍ نېټه په شپږو او یا هم اوو مرحلو کې پيل شي.

د کانکور کمېټې د سرپرست ښاغلي خموش په وینا سږ کال به ۲۱۰زره کسان د کانکور په ازموینو کې ګډون وکړي چې له ډلې به یې ۱۴۶۹۲۲ بریالي کسان جذب شي.

هغه وویل چې له یادو کسانو څخه ۶۶ زره بریالي به یې د لوړو زده کړو دولتي موسساتو،څه باندې ۹زره به یې د شپې پوهنتونونو، څه باندې۱۹زره به یې په مدرسو، او څه باندې۴۳زره به یې په دولتي انستیتوتونو کي جذب شي.

د کرونا ویروس خپرېدو له امله په افغانستان کې د کانکور ازموینې ځنډېدلې و، خو دغه کمېټه وايي چې د روغتیا وزارت د روغتیايي لارښوونو په عملي کولو ورته د ازموینو اخیستلو جازه ورکړې ده.

XS
SM
MD
LG