د لاس رسي وړ اتصالات

فاریاب کې د اکټیډ د مؤسسې کارکوونکي برمته شویدي


فاریاب کې د اکټیډ د مؤسسې کارکوونکي برمته شویدي
فاریاب کې د اکټیډ د مؤسسې کارکوونکي برمته شویدي

چارواکی وايی هغه څلور افغانان چې د فرانسی ېوې انکشافې پروژی ته کار کوی دافغانستان په شمال کې برمته شوي دی.

دافغانستان د حکومت چارواکی وايی چې دمرستو دغه کارگران د ددوشنبی په ورځ په فارېاب کې هغه وخت برمته شول چې له کار نه بېرته کورته روان ول، چارواکی گومان کوی چې هغوی به طالبانو برمته کړی وي.

تراوسه پورې دهغوی دبرمته کونی مسوولېت چا په غاړه ندی اخېستی. دهغوی په شراېطؤ باندی هم څوک خبر ندی. د فرانسی دغه موسسه چې ACTED په نامه ېادېږی د کلېوالی انکشاف ، مدنی، ټولنېز او زراعتی چارو په برخه کې کار کوی. دموسسی رئېس زېگي گرېوال ووېل دوی په دې متېقن ندی چې ددوی ماموران افراطېانو نېولی دی اوکه د ځايی شخړو له امله نېول شوېدی.

دمرگ ژوبلی په نورو پېښو کې 6 ملکېان ددوشنبی په ورځ په هغو غبرگونو چاودنو کې ووژل شول چې دکونړ ولاېت ددانگام په اولسوالی کې وشوې.

XS
SM
MD
LG