د لاس رسي وړ اتصالات

کندوز کې ځانمرګي برید شپږ تنه ووژل


کندز ښار - عکس ارشیف
کندز ښار - عکس ارشیف

د کندوز د حوزوي روغتون مخامخ نن دوشنبه د سپتمبر دوهمه (وږي ١١) د لویې لارې د پولیسو د ټولي په مخ کې ځانمرګی برید شوی چې په نتیجه کې یې شپږ تنه وژل شوي او شاوخوا ۱۵ تنه نور ټپيان شوي دي.

د کندوز د حوزوي روغتون مشر ډاکټر محمد نعیم منګل له پېښې لږ وروسته ومنله چې د څلورو تنو جسدونه او شاوخوا ۱۷ ټپيان دي روغتون ته انتقال شوي چې د اکثرو یې صحي وضعیت د اندیښنې وړ دی.

د روغتون مسولین د وژل شویو کسانو او ټپیانو د هویت په اړه څه ندي ویلي، خو زیاتوي چې اکثر یې ملکی خلک دي.

د کندوز د امنیې قوماندانۍ یو مطبوعاتي مسول انعام الدین رحماني دغه پیښه تائید کړې، خو د تلفاتو په اړه دقیق معلومات نه ورکوي.

د کندوز د والي ویاند عصمت الله مرادي د پیښې په تائید ویلي چې د کندوز د ښار شمال لور ته یو ځل بیا وسله والو طالبانو د پولیسو پر پوستو بریدونه کړي او جګړه لا روانه ده.

مرادي زیاتوي چې په دشت ارچي ولسوالۍ کې هم تیره شپه وسله والو طالبانو پر ولسوالۍ برید کړی، چې په کې د دشت ارچي ولسوال او د امنیت مدیر هم ټپیان شوي دي.

هغه زیاتوي چې د افغان ځواکونو په هوايي بمبارۍ کې په دشت ارچي کې ۸ تنه وسله وال مخالفین وژل شوي او ۱۶ تنه نور یې ټپيان شوي دي.

مرادي دا هم وویل چې د افغان محلي اردو هم تر لسو تنو پورې سرتیري ټپیان او وژل شوي دي هغه ښکاره نه کړه چې څو تنه مړه او څو ټپیان دي.

د بغلان اوسیدونکي وايي چې د پلخمري ښار له تیرو ۲۴ ساعتونو راپه دیخوا د وسله والو له خوا محاصره شوې، او تر اوسه پورې افغان ځواکونو پرمختګ نه دی کړی.

د پلخمري اوسیدونکی دین محمد وايي چې د پلخمري لارې بندې دي او دغه ښار د طالبانو له خوا محاصره دی.

دوه ورځې وړاندې د کندوز د ښار په څنډو کې وسله والو طالبانو پراخ بریدونه پيل کړل، د کورنیو چارو وزارت وایي چې د کندوز پولیسو دغه بریدونه په شا کړي او په سیمه کې یې تصفوي عملیات پیل کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د کندوز د تیرې ورځې بریدونو کې ۵۶ تنه وسله والو مخالفین، ۲۰ تنه افغان سرتیري او ۵پنځه ملکي وگړي وژل شوي دي. په ۲۰ تنو وژل شویو سرتیرو کې د کندوز د پولیسو ویاند سید سرور حسیني هم شامل دی.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG