د لاس رسي وړ اتصالات

ارګ د لویې جرګې د جوړولو د هلو ځلو مخالفت وکړ


ارګ وايي د جرګې هلې ځلې له قانون سره مطابقت نلري
ارګ وايي د جرګې هلې ځلې له قانون سره مطابقت نلري

ارګ وايي د یو شمېر افرادو او اشخاصو له لوري د لويې جرګې د جوړولو هلې ځلې او دغه بهیر د افغانستان د قوانینو خلاف دي.

د ارګ اعلامیه وايي "په دې وروستیو کې ځینو افرادو او حلقو د لویې جرګې د رابللو اوازې خورې کړي او همدارنګه یې د هېواد ځینو ولایتونو ته خپل افراد او اشخاص هم استولي دي، چې هغوی نه یوازې د حکومت رسمي استازي نه دي، بلکې عام خلک هم له دوی سره په ناستو او مشورو مکلف نه دي".

دا اعلامیه د چهارشنبې په ورځ خپره شوه او په کې د " حکومت کارکوونکو ته لارښوونه کېږي، په هغو پروسو کې له ګډون څخه چې له قانون سره مطابقت نه لري، ډډه وکړي".

ارګ ویلي "د افغانستان د اساسي قانون د یو سلو لسمې مادې د صراحت له مخې لویه جرګه د افغانستان د خلکو د ارادې تر ټولو ستر مظهر دی او اساسي قانون یې د داېرېدو جزئیات مشخص کړي دي".

په اعلامیې کې د چا نوم نه دی اخیستل شوی خو په دې وروستیو کې مخکني ولسمشر حامد کرزي او د هغه ځینو پلویانو د لویې جرګې د رابللو غوښتنې کړې او په دې اړه یې هلې ځلې پیل کړي دي.

دوې وايي لویه جرګه دې راوبلل شي چې د افغانستان په اړه د امریکا تګلاره تائید یا رد کړي او د حکومت په جوړښت او راتلونکې باندې خبرې او پرېکړې وکړې.

XS
SM
MD
LG