د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان ته د موسیقۍ نړیواله جایزه ورکړل شوه


دا لومړی ځل دی چې افغانستان دا جایزه ګټي
دا لومړی ځل دی چې افغانستان دا جایزه ګټي

د پولار د موسیقۍ د ۲۰۱۸ کال نړیواله جایزه د افغانستان د ملي موسیقۍ انستیتوت ته ورکړل شوه.

وتلی افغان هنرمند احمد ناصر سرمست چې د دغه انستیتوت مشر دی امریکا غږ اشنا ته وویل چې د پولار جایزه هرکال هغو اشخاصو، ټولنو او ادارو ته ورکول کیږي چې د موسیقۍ له لارې یې خلک له یو بل سره نژدې کړې وي او په دغه برخه کې یې اغیزناک کار کړی وي.

دا جایزه په اصل کې ښاغلي سرمست ته په موسیقۍ کې د هغه د نوښتگرو او خلاقانه کارونو او هنر له کبله ورکړل شوې ده. د پولار موسیقۍ جایزه چې د موسیقۍ د نوبل جایزې په نامه هم مشهوره ده، په لومړي ځل افغانستان ته ورکول کیږي.

دغه جایزه به په رسمي ډول د همدغه کال د جون په ۱۴ نیټه د سویډن په استکهولم کې ګټونکو ته سپارل کیږي. ګټونکو ته له دغه جایزې سره ۱۲۴۰۰۰ ډالر هم ورکول کیږي.

په افغانستان کې د کورنیو جنګونو او بیا د طالبانو پر مهال موسیقي یا بنده شوه او یا هم لوی زیان ور ورسېده، خو شاوخوا یوه لسیزه مخکې د افغانستان د موسیقۍ ملي انستیتوت پرانیستل شو.

د دغې جایزې بله ګټونکې د امریکا د متالیکا د موسيقۍ ډله ده چې په ۱۹۸۱م کې یې د امریکا په لاس انجلس کې کار پیل کړ.

دغه جایزه په ۱۹۸۹م د پاپ موسیقۍ د مشر استګ اندرسون پيل کړه چې هر کال دوو کسانو ته ورکول کیږي.

XS
SM
MD
LG