د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د ناټو ماموریت ملکي کیږي


د ناټو عمومي منشي شټولټنبرگ وویل د دوی پریکړه د افغانستان سره همکاریو د ژمنتوب معنی لري.
د ناټو عمومي منشي شټولټنبرگ وویل د دوی پریکړه د افغانستان سره همکاریو د ژمنتوب معنی لري.

د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې پیل د افغانستان په موضوع وشو او په پای کې یې عمومي منشي وویل چې یوه ستره پریکړه یې وکړه.

عمومي منشي شټولټنبرگ وویل د دوی پریکړه د افغانستان سره همکاریو د ژمنتوب معنی لري.

هغه زیاته کړه "نن مو پریکړه وکړه چې په افغاسنتان کې به د اوسني ماموریت "قاطع حمایت" نه وروسته پاتې کیږو. خو د اوسني ماموریت او تر هغې وړاندې د محاربوي ماموریت برعکس، زموږ راتلونکی ماموریت به ملکي رهبري لري. نظامي څانگه به لري خو ډیر کوچنۍ به وي."

اوسنی ماموریت نظامي قوماندان لري،خو راتلونکی ماموریت به پایه داره مشارکت نومیږي او یو ملکي استازی به یې رهبري کوي.

عمومي منشي خبریالانو ته وویل "دوهم، موږ پریکړه وکړه چې راتلونکی ماموریت به مو یو ملکي رهبري کوي، او دا به یو نوی ابتکار وي، ځکه چې نه یوازي د ایساف پخوانی محاربوي ماموریت، بلکې اوسنی قاطع حمایت ماموریت هم نظامیان رهبري کوي.

د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې له ۲۰۱۶ کال نه روسته د پاتې کیدونکو ځواکونو او یا ملکي استازو د شمیر پریکړه ونشوه خو منشي وویل چې د نظامیانو شمیر به کم شي.

نوموړي وویل "کله چې موږ د خپل موجودیت د کموالي خبره کوو، ټول په دې پوهیږو چې شمیر به مو تر اوسني شمیر کم وي. خو موږ به بیا هم په افغانستان کې دواړه ملکي او نظامي پرسونل ولرو.

د افغانستان تر څنگ په دې غونډه کې پر نورو نړیوالو موضعگانو هم خبرې وشوې.

د اسلامی دولت د ډلې سره د مبارزې او د اوکراین پر شخړو هم پریکړې وشوې، د ناټو د غونډې کوربه هیواد ترکیه، د عراق او سوریې سره ١٢٠٠ کلومتره سرحد لري. د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر له نړیوالو څخه وغوښتل چې د دوی سره د سوریايې کډوالو د کوربه توب په مصارفو کې برخه واخلي.

د ائتلاف غړي د عراق لخوا د هغه هیواد د ځواکونو د روزنې پر غوښتنه هم غور کوي. همداسی یوه غوښتنه لیبیا هم کړې ده چې د هغوی ځواکونه هم وروزل شي. غونډه نن د سه شنبې په ورځ پیل شوه او سبا چهرشنبې په ورځ پای ته رسیږي.

XS
SM
MD
LG