د نورستان طبیعي منظرې ډيرې زړه راښکونکې دي. د نښترو دغه وطن ته زمونږ خبریال، زبیح الله غازي ورغلی او ځینې ښکلي انځورونه یې رالیږلی چې دلته یې تاسو سره شریکوو. هیله ده چې خوښ به مو شي.
د نورستان ښکلا
۱۳
د واما ولسوالۍ مرکزي کلی. عام خلک یې ډېر غریب دي او د اکثرو خلکو کورونه یې هم زاړه په رالوېدو دي.
۱۴
د نورستانیانو په لاس جوړ لرګین توکي چې سوونه کاله پخواني دي. اوس یوازې یادګار دي
۱۵
د نورستان واما ولسوالۍ کې یواځینی هوټل، د سیند په منځ کې جوړ شوی دی.
۱۶
پارون ته نژدې امنیتي پوسته چې موټرې پلټي.