د لاس رسي وړ اتصالات

د ناوه پاس سیل؛ خلک کورونو ته ستانه شوي او سیلانیان د چکر لپاره ورځي


آرشیف
آرشیف

ناوه پاس چې د ډیورند کرښې په اوږده کې پرته یوه سیمه ده د څو کلونو راپدې خوا ناامنه وه. دغه سیمه اوس د امن ساه اخېستې او سیلانیان د سیل او چکر لپاره ورځي.

د کونړ په سرکاڼو پورې تړلی ناوه پاس ته له کلونو کډوالۍ وروسته ځينې کورنۍ بېرته ورګرځېدلي. حکومت د خپلو مخالفو وسله والو پر ضد له عملیاتو پس امنیتي پوستې جوړې کړې دي.

چارواکي وايې چې له سلګونو بېځایه شویو کورنیو څخه ۴۰ کورنې بېرته ورګرځېدلي دي.

د ناوه پاس په څوکه د پاکستان حکومت اغزن تار هم تېر کړی خو لدې ټولو سره سره د ډیورند پر کرښې پراته ولسونه د سیل او چکر لپاره ورځي.

ولسونه وايې که په دغه ځنګلي سیمه کې پانګونه وشي، د ځايي خلکو د ژوند د ښه کېدو سربېره به زیات سیلانیان د سیل او چکر لپاره ورشي.

د ناوه پاس سیل؛ خلک کورونو ته ستانه شوي او سیلانیان د چکر لپاره ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:24 0:00

XS
SM
MD
LG