د لاس رسي وړ اتصالات

یاغیانو د نورستان د کامدیش په ولسوالۍ برید کړی


د نورستان والي تمیم نورستاني وايي چې یاغیانو او وسله والو په دغه ولایت کې پر یوې حکومتي ودانۍ باندي د شپې د خوا برید کړی دی لس کسه یې وژلي دي. ښاغلي نورستاني وویل چې ۱۷ تنو یاغیانو دغه برید د سهار نه مخکي کړی دی. هغه وايي چې ځانمرګو برید کونکو د کامدیش ولسوالۍ د حکومتي ودانۍ مخې ته ځانونو ته انفجار ورکړ چیري چې پولیس او حکومتي چارواکي اوسېږي.

وروسته وسله والو ډزې پیل کړې.

نورستاني وايي چې په دې برید کې څلور ښځې، درې تنه د پولیسو افسران او درې تنه ملیشې وژل شوي دي. جګړه نن د جمعې په ورځ د غرمې وروسته کله چې وروستی یاغی ووژل شو، پای ته ورسېدله.

کامدیش د پاکستان سرحد ته نږدې یوه غرنۍ ولسوالۍ ده.

XS
SM
MD
LG