د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان او پاکستان شخړه؛ روبیو: د 'ګټور رول" لوبولو ته چمتو یو

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وايي چې پاکستان د هغو ترهګریزو بریدونو نه اندېښنه لري چې د افغانستان له خاورې څخه "تمویل" کېږي.

روبیو د شنبې په ورځ [اکټوبر ۳۱مه] د جورجیا ایالت په اتلانتا کې د یوې خبري غونډې پر مهال د امریکا غږ د افغانستان څانګې د خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل چې پاکستان داسې ګڼي چې د طالبانو حکومت ددغو بریدونو د مخنيوي لپاره پوره هڅې نه دي کړي.

روبیو زیاته کړه چې واشنګټن د اسلام اباد اندېښنې اورېدلي او که اړتیا وي چمتو دي چې پدې برخه کې "ګټور رول" ولوبوي. ڼوموړي وویل:" ښکاره ده چې موږ نه غواړو هغوی [پاکستان] د ترهګرۍ له امله په نښه شي. نو که زموږ لپاره کوم ګټور رول وي چې ترسره یې کړو، موږ به یې ترسره کړو."

په همدې حال کې د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې واشنګټن د طالبانو له حکومت سره "الازماً نږدې اړیکې" نه لري.

روبیو وویل: "موږ د ترهګرۍ پر ضد یو، مهمه نه ده چې دا له کومه ځایه سرچینه اخلي او څوک په نښه کوي."

 د افغانستان او پاکستان شخړه؛ روبیو: د 'ګټور رول" لوبولو ته چمتو یو
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:02 0:00

د پاکستان او د طالبانو حکومت ترمنځ اړیکې په وروستیو کلونو کې د پام وړ خرابې شوې دي. پاکستان د طالبانو پر حکومت تور لګوي چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په شمول یې د اسلام اباد مخالفانو ته پناه ورکړې او دغه ډلې د افغانستان له خاورې نه په پاکستان کې بریدونه پلانوي.

پاکستان په روان کال کې د کابل سربېره، په ګڼو ولایتونو پر له پسې هوايي بریدونه وکړل او د ډیورند د کرښې په اوږدو کې د دواړو غاړو ترمنځ ګڼې نښتې رامنځته شوې.

طالبان په پاکستان تور لګوي چې دغه هېواد په افغانستان کې د وسله والو مخالفو ډلو ملاتړ کوي او یا ورته اسانتیاوې برابروي.

طالبانو د سپټمبر میاشتې په ورستیو ورځو کې د نورستان په کامدېش کې نښتو ته په اشارې ادعا کړې چې وسله وال مخالفان یې په پاکستان کې روزل شوي او افغانستان ته اړول شوي وو.

د پاکستان د اطلاعاتو وزارت دا ادعاوې "بې بنسټه" بللې او ددغو ډلو په رزولو او سمبالولو کې يې د خپلو امنیتي ځواکونو او استخباراتي مامورینو ښکېلتیا رد کړې ده.

په همدې حال کې د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د هغو راپورونو څخه خبر دي چې له مخې یې پاکستان په افغانستان کې د طالبانو پر ضد د جنګېدونکو وسله والو ډلو په ملاتړ تورن شوی دی.

د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند د چهارشنبې په ورځ [اکټوبر ۲۸مه] د امریکا غږ د افغانستان څانګې د یوې پوښتنې په ځواب کې لیکلي چې واشنګټن دغه "وضعیت له نږدې څاري".

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG