د لاس رسي وړ اتصالات

تورخم کې د افغان او پاکستاني پوځیانو ترمنځ تازه نښته شوې


د ننګرهار د والي ویاند ډاډ ورکړی چې افغان پوځیان لوړ مورال لري او په وسلو او مهماتو سمبال دي
د ننګرهار د والي ویاند ډاډ ورکړی چې افغان پوځیان لوړ مورال لري او په وسلو او مهماتو سمبال دي

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼی وایي چې د پنجشنبې په ماښام د افغان او پاکستاني پوځیانو ترمنځ جګړه شوې ده.

خوږیاڼي امریکا ته ویلي چې نښته د مهمندرې ولسوالۍ په غوړکي کې رامنځته شوې. هغه ويلي: "پاکستاني ملېشې غوښتل چې د ډیورند د فرضې کرښې څخه دېخوا ټاور [برج] جوړ کړي چې سرحدي ځواکونو یې مخالفت کړی دی".

د ننګرهار د والي ویاند ډاډ ورکړی چې افغان پوځیان لوړ مورال لري او په وسلو او مهماتو سمبال دي.

په سیمه کې د افغانستان د سرحدي قواوو یو سرتيري امریکا غږ ته ویلي چې پاکستاني پوځیانو په هغه سیمه کې د نوې پوستې د جوړولو هڅه کوله چې افعان پوځیانو یوه میاشت مخکې له طالبانو نیولې ده.

پاکستاني پوځيانو د تازه نښتې په اړه تر اوسه کومه تبصره نده کړې.

یو عیني شاهد امریکا غږ ته ویلي چې له غوړکي سیمې څخه ګڼې کورنۍ د جګړې له وېرې تښتېدلي دي.

چارواکي وايي چې په نښته کې یو افغان عسکر وژل شوی او درې تنه ټپیان شوي دي. د پاکستاني پوځیانو د مرګ ژوبلې په اړه څه ندي ويل شوي.

نور جزئیات وروسته خپرېږي

XS
SM
MD
LG