د لاس رسي وړ اتصالات

وزیري: پر ډیورند کرښې د "دیوال" جوړول بې ګټې دي


د افغانستان د دفاع وزارت د پاکستاني پوځيانو د هغو څرګندونو په اړه غبرګون ښودلی چې ویلي وو پر ډیورند ګرښې دې کټارې او دیوال جوړ شي.

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري ویلي دي چې "د ډیورند پر کرښې د دیوال جوړول له ترهګرۍ سره په مبارزې کې مرسته نه کوي."

د سه شنبې په ورځ [اکټوبر ۱۰] د پاکستان پوځیانو په نړۍ کې سرحدي دیوالونو ته په اشارې د ډیورند د کرښې په اوږدو کې د یو دیوال د جوړولو خبره وکړه.

د پاکستان د سرحدي ساتونکو قوماندان، ډګروال محمد عثمان وویل چې "په جرمني کې سرحدي دیوال و، په مکسیکو کې شته. ولې د افغانستان او پاکستان ترمنځ دیوال نه وي؟"

د افغانستان د دفاع وزارت چارواکي وایې چې د حقاني شبکې، طالبانو او نور ترهګرو پناه ځایونه په پاکستان کې شته ځکه نو په وینا یې پر کرښې د خنډونو جوړول له ترهګرۍ سره په مبارزۍ کې مرسته نه کوي.

د پاکستان اردو له کلونو راپدې خوا د "سرحد د مدیریت" تر عنوان لاندې د ډیورند د کرښې په اوږدو کې د خندقونو او نورو خنډونو په جوړولو لګیا ده.

XS
SM
MD
LG