د افغانستان ، ایران او پاکستان وزیرانو په کابل کې سره وکتل چې په سیمه کې د اپیمو د قاچاق او تولید د مخنیوي دپاره په همکارۍ وغږیږي.
د مخدره موادوضد مامورینو دا ننې غونډه ، د هغو خبرواترو په دویمه ورځ وشوه چې د ملگرو ملتونود مخدره موادو اوجنایاتو ضد ادارې یی بندوبست کړیدی.
یوری فیدوتوف چې د دې موسسې ریس دی، اسوشیټد پرس خبري اژانس ته یې وویل چې په افغانستان کی د اپیمو تولید د دې بر سیره چې حکومت او نړیواله ټولنې یې پر ضد د ډیرو کالونو راهیسي مبارزه کړی ، مخ په زیاتیدو دی.
فیدوتوف په جلا ډول اسوشیټد خبري اژانس ته وویل چې ملگری ملتونه به ددغه ستونزې د مخنیوی دپاره ، کله چې نړیوال عسکر په دوه زره او څوارلسم کال کې د افغانستان نه ووځی ، ښه غټه ونډه واخلي.
د نړی د اپیمو٩٠ په سلو کې په افغانستان کې تولیدیږي او زیاتره ددغه هیواد په جنوبي ولایتونوکې تولیدیږي. د مخدره موادو د تجارت عاید په دغه ملک کی یاغي ګرۍ تقویه کوي.
د مخدره موادو یوه غټه برخه د افغانستان نه ایران او پاکستان ته چې دواړه د افغانستان سره گډ سرحد لري په قاچاق وړل کیږی.
د افغانستان په پای تخت کې د ننۍ غونډې په وخت کی دغو درې واړو هیوادونو بیا ژمنه وکړه چې د قاچاقبرانو د شبکو د ځبلودپاره به خپل گډ عملیات قوي کړي.