د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د افغانستان-پاکستان د تاوتریخوالي د هوارولو هڅه کوي


افغان ځواکونه وايي پاکستان د شوې موافقې خلافپه تورخم کې تاسیسات جوړوي
افغان ځواکونه وايي پاکستان د شوې موافقې خلافپه تورخم کې تاسیسات جوړوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند جان کربي وايي چې، د کابل او اسلام اباد له چارواکو سره په تماس کې دي او دواړه غاړې هڅوي چې، په تورخم کې پېدا شوې ستونزه د خبرو له لارې حل کړي.

ښاغلي کربي وویل چې حالت له نژدې څاري " د دواړو غاړو له مشرانو سره په تماس کې یو. د ستونزې په سوله ییز حل ټېنګار کوو. موږ نغواړو چې جنګ وي، تاوتریخوالی وي او نغواړو چې حالت لا خراب شي".

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند دغه راز وویل چې د پاکستان او افغانستان ځانګړي استازي ریچارډ اولسن په همدې اړه د پاکستان له صدراعظم، لوی درسیتز او بهرنیو چارو وزیر سره پر ملاقات سربېره له افغان ولسمشر، اجرایي رئیس او ملي امنیت له مشاور سره یې لیدلي اوهڅولي یې چې ستونزه د خبرو له لارې حل کړی.

په تورخم کې د پاکستان او افغان ځواکونو ترمنځ له څو ورځو راهیسې په وقفه یې ډول جنګ روان دی، چې تر دې دمه د دریو افغان سرتېرو او یو پاکستاني جګړن د وژل کېدو راپورونه ورکړل شوي دي. همدغه راز دواړو خواو ترمنځ ۴۰ تنه نور وژل شوي هم دي، چې ملکیان هم په کې شامل دی.

افغان ځواکونه وايي پاکستان د شوې موافقې خلافپه تورخم کې تاسیسات جوړوي، چې هغوی یې مخالفت کړی او لانجه له همدې پېدا شوې ده، خو پاکستان دا خبره نه مني.

XS
SM
MD
LG