د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان او پاکستان ترمنځ تجارتي اړیکې مخ په کمېدو دي


په ۲۰۱۷ کال کې له پاکستان سره د افغانستان د سوداګرۍ اندازه ۷۰۰ میلیونه ډالر راټیټه شوې ده.
په ۲۰۱۷ کال کې له پاکستان سره د افغانستان د سوداګرۍ اندازه ۷۰۰ میلیونه ډالر راټیټه شوې ده.

تورخم د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګرۍ مهم بندر دی. یو وخت د کابل او اسلام آباد ۶۰٪ تجارت یواځې له همدې لارې کیده، خو د سوداګرۍ دا بهیر اوس ډیر بې خونده روان دی.

د دواړو هېوادونو تر منځ ترینګلې اړیکې، بې باورۍ او له نورو ګاوندیو هېوادونو سره د افغانستان تجارتي کاروبار له پاکستانه د افغان سوداګرو د مخ اړولو مهم لاملونه ګڼل کیږي.

ځېنو اندېښنه ښودلې چې د ایران د چابهار بندر له لارې د افغانستان او هند تر منځ سوداګري به د افغانستان او پاکستان ټرانزیټ نور هم اغیزمن کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې ویاند صیام الدین پسرلی وايې چې په ۲۰۱۷ کال کې له پاکستان سره د سوداګرۍ اندازه ۷۰۰ میلیونه ډالر راټیټه شوې ده.

د ننګرهار د ګمرک مامورین د تورخم له لارې د سوداګرۍ پر مسلې نه غږېږي، خو د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیانی وایې چې له پاکستان سره "سوداګري کمه شوې ده، خو منفي تاثیر یې نه دی کړی."

همدارنګه، پر تورخم دروازې د خلکو تګ راتګ هم د پام وړ کم شوی دی. د شمېرو له مخې پخوا به هره ورځ لدې لارې زرګونو کسانو تګ راتګ کاوه خو اوس دا شمېر سلګونو کسانو ته راښکته شوی دی.

د پاکستان حکومت تازه افغان کډوالو ته یوه میاشت وخت ورکړی چې لدې هېواد څخه ووځي. په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت دا ضرب الاجل "غیر عملي" بولي.

د افغانستان او پاکستان تر منځ سیاسي او تجارتي اړیکې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:07 0:00

XS
SM
MD
LG