د لاس رسي وړ اتصالات

ولسي جرګې د حکومت د «ملي دسترخوان» پروګرام رد کړ


د ملي شورا ودانۍ
د ملي شورا ودانۍ

د افغانستان ولسي جرګې د رایو په اکثریت سره د افغان حکومت د «ملي دسترخوان» پروګرام رد کړ.

د ولسي جرګې غړي عبدالروف شپون نن سې شنبه جولای ۲۱ (چنګاښ ۳۱) امریکا غږ ته وویل چې یاد پروګرام ځکه د ولسي جرګې لخوا رد شو چې د مستحقو کسانو پر ځای شخصي جېبونو ته لویده.

نوموړي زیاته کړه: "د ملي دسترخوان نظارت خو ډيره سخته او مشکله خبره وه، په دې کې پیسې حیف و میل کېدې، د رئیس جمهور خو مهرباني کیږي، خو دا لاندې خلک بیا له کنټرول نه بیخې بهر دي، په دې اساس دا ټوله افغانانو ته نه رسېده، مستحقو ته نه رسېده شخصي جېبو ته تله، موږ په دې اساس دا شی رد کړ."

ښاغلي شپون زیاته کړه چې نن سې شنبه د ولسي جرګې په تلار کې څه باندې۱۳۰ وکیلان حاضر و.

هغه وویل چې د حکومت لخوا د روژې میاشت کې د وچې ډوډۍ د وېش پروګرام کې هم پراخ فساد شوی چې اسناد یې له وکیلانو سره موجود چې په وینایې ځکه دغه پروګرام یې رد کړ.

د ولسي جرګې غړي عبدالروف شپون امریکا غږ ته وویل چې حکومت دې د مربوطه وزارتونو له لارې خلکو ته خدمت وکړي.

ولسمشرۍ ماڼۍ د تیرې شنبې په ورځ د څه باندې ۲۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت له بېوزلو کورنیو سره د مرستې په هدف د «ملي دسترخوان» په نوم پروګرام پرانیست.

د یاد پروګرام له لارې افغان حکومت پر بېوزلو کورنیو باندې، اوړه، غوړي، لوبیا، صابون او ځينې نور اړین توکي وېشل.

ولسمشر غني د یاد پروګرام د پرانیستلو پرمهال وویل که هر چارواکي په دغه پروګرام کې فساد وکړ له پښو نه به یې راوځړوي.

ولسمشرۍ ماڼۍ تر اوسه د ولسي جرګې د دې پرېکړې په اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG