د لاس رسي وړ اتصالات

ټاکنو کمېسیون: د لسو ولایتونو ابتدايي پایلې به نن یا سبا اعلان شي


ټاکل شوې وه چې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ولسي جرګې د لسو ولایتونو ابتدايي پایلې نن جمعه اعلان کړي، خو داسې معلومېږي چې د دغو پایلو اعلانول ځنډېدلي دي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون یوه ویاند میرزا محمد حق پرست د جمعې په ورځ امریکا غږ سره خبرو کې د یادو پایلو د اعلانولو دقیقه نېټه په ګوته نه کړه خو زیاته یې کړه چې کېداشي نن او یا سبا شنبې اعلان شي.

نوموړي زیاته کړه چې د لسو ولایتونو د ابتدايي پایلو اعلانول د تخنیکي اړخه چمتو شوي خو وايي، چې د کمېسیون رهبرۍ لا تر دامهاله په دې اړه تصمیم نه دی نیولی.

د ولسي جرګې انتخابات
د ولسي جرګې انتخابات

حق پرست وویل: "له تخنیکي اړخه څخه د ټاکنو خپلواک کمېسیون د لسو ولایتونو نتایج اماده کړي‌ دي، اما د ټاکنو خپلواک کمېسیون رهبري په دغه باره کې تصمیم نه دی نیولی چې ایا د نن په جریان کې دا اعلانېږي، یا سبا اعلانېږي."

د افغانستان د ولسي جرګې انتخابات د مېزان میاشتې پر ۲۸ نېټه تر سره شوه.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د انتخاباتو تر پای ته رسېدو وروسته وویل چې ټولې پایلې به د عقرب پر ۱۹مه اعلان کړي،خو وروسته دا نېټه وځنډېدل.

د انتخاباتو کمېسیون راتلونکې اوونۍ د انتخاباتو ابتدايي پایلې اعلانوي

د ټاکنو کمېسیون د جمعې په ورځ د لسو ولایتونو ابتدايي پایلې اعلانوي

د یاد کمېسیون چارواکو د «لړم پر ۲۷مه» امریکا غږ ته ویلي و چې د قوس میاشتې پر دوهمه به د کابل پرته د ټولو ولایتونو ابتدايي پایلې اعلان کړي‌، خو د لړم پر ۳۰مه بیا دغه کمېسیون امریکا غږ ته وویل چې د قوس میاشتې پر دوهمه یوازې د لسو ولایتونو ابتدايي پایلې اعلانوي خو لا معلومه نه ده چې دغه پایلې به نن علان کړي که کنه.

XS
SM
MD
LG