د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان، روسیه او چین د افغانستان په اړه سلامشورې کوي


د پاکستان، روسیې او چین درې اړخیزه غونډه د دسامبر په لومړۍ اونۍ کې کیږي
د پاکستان، روسیې او چین درې اړخیزه غونډه د دسامبر په لومړۍ اونۍ کې کیږي

پاکستاني، روسی او چینايي ډیپلماتان د ډسامبر په میاشت کې مسکو کې سره راغونډیږي چې د افغانستان په حالاتو سره وغږیږي. څرګنده نده چې پدې غونډه کې به د افغانستان د حکومت استازي‌ هم ګډون ولري که نه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس ذکریا تیره ورځ وویل"په افغانستان کې خرابیدونکي حالات د بهرنیو جگړه مارانو او نورو عناصرو د شتون په وجه ددې هیواد له پولو څخه بهر د ناامنیو د پراخیدو په هکله اندیښنې رامنځ ته کړي دي".

ښاغلي ذکریا وویل په روسیه کې د ناستې لپاره د دریو هیوادونو استازو سره تفاهم کړی دي. ده وویل اسلام آباد په افغانستان او سیمه کې د سولې او ثبات د رامنځ ته کیدو لپاره ټولو هڅو ته زیات اهمیت ورکوي.

روسي رسنیو هم په کابل کې د روسیې د سفیر ضمیر کابلوف له خولې لیکلي دي چې مسکو د افغانستان نه بهر ته د ترهگرۍ د پراخیدو په هکله اندیښمن دی او د کنترول لپاره یي باید د سیمې په کچه هڅې وشي.

ښاغلي کابلوف د روسیې ریانووستی، اژانس ته ویلي دي چې مسکو به ددغې موضوع په اړه له چین، ایران، هند او پاکستان سره بحث وکړي چې د دغو مشورو یوه برخه هم د ډسامبر د میاشتې په لومړیو کې د روسیې، پاکستان او چین ناسته ده.

دا په داسې حال کې دي چې په روانه اونۍ کې افغان مقاماتو د طالبانو سره د مسکو د اړیکو په اړه د ښاغلي کابلوف په څرگندونو کلکې نیوکې وکړې. روسي مقاماتو ویلي دي چې د امنیتي دلیلونو په وجه یې له طالبانو سره یواځې سیاسي تماسونه نیولي دي.

د آزادۍ رادیو د لړم د میاشتې په ٣٠ د افغانستان د مشرانو جرگې د رئیس فضل هادی مسلمیار، څرگندونې خپرې کړې وې چې ویلي دي "د افغانستان حکومت باید په څرگنده توگه خپل موقف په ډاگه کړي، هغه معلومات چې د کابلوف له وینا وروسته لري، هغه د روسي مقاماتو سره شریک کړي او د روسانو تیر تاریخ هم ور په یاد کړي چې د افغانستان په داخلي چارو کې له لاس وهنې ډډه وکړي او زه د افغانستان د مشرانو جرگې د غړو په استازیتوب د کابلوف وروستۍ څرگندونې محکوموم. طالب د افغانستان دښمن دی او د دشمن سره اړیکې، د افغانستان د خلکو سره دښمني ده".

له بلې خوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي دي چې ټاکل شوی د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز د آسیا د زړه په غونډه کې گډون وکړي. دغه غونډه راتلونکې میاشت په هند کیږي.

د آسیا د زړه غونډه د سیمې هیوادونه په افغانستان کې د سولې له هڅو څخه د ملاتړ په مقصد سره په یو میز راټولوي. په دې غونډه کې د چین، هند، ایران، پاکستان او روسیې په گډون د ١۴ هیوادونو استازي گډون کوي.

XS
SM
MD
LG