د لاس رسي وړ اتصالات

ستانکزی: د سولې په مذاکراتو کې باید افغاني ارزښتونه قرباني نه شي


طالبانو سره د سولې د مذاکراتي ټیم مشر محمد معصوم ستانکزي
طالبانو سره د سولې د مذاکراتي ټیم مشر محمد معصوم ستانکزي

طالبانو سره د سولې د مذاکراتي ټیم مشر محمد معصوم ستانکزی وايي چې د سولې په خبرو کې بايد هغه ارزښتونه چې افغان ولس ورڅخه ملاتړ کوي، قرباني نشي.

معصوم ستانکزي چې د امریکا د سولې انستیتیوت لخوا په یوې جوړې شوي څیړنیزې غونډه کې د سکایپ له لارې د چهارشنبې په ورځ (اپریل ۲۲) خبرې کولې د افغانستان ولسواکه نظام یې له پراخه کورني او بهرني ملاتړ څخه برخمن وګاڼه او زیاته یې کړه چې د سولې په پایله کې باید داسې حالت رامېنځته شي چې پکې افغانان خپل ټول بشري او سیاسي حقونو ته لاسرسی ولري.

ښاغلی ستانکزی وايي "موږ باید په سمبولونو پسې ونه ګرځو، چې کوم نوم غوره کړو. همداولسواکي ده چې په کور دننه او بهر ډېر اندازه ملاتړ لري.دا په افغانستان کې ، له افغانستان څخه د بندې، په سېمه کې، له سېمې د باندې ملاتړ لري. د افغانستان ولس له هغو ارزښتونو چې ولسواکه نظام یې لرې څخه په ملاتړ کولو کې یوه خوله دی."

دغو څیړونکو همدارنګه په سوله کې د سیمه ایزو هېوادونو د اجماع پر ارزښت ټینګار وکړو.

دا پداسې حال کې ده چې د بین الافغانې مزاکراتو لپاره د ټاکل شوي تاریخ څخه شاوخوا یوه نېمه میاشت تېره شوې خو لاهم دغه مزاکرات ندي پېل شوي.

ددغه څیړنیزې غونډې يوې بلې ویناوالې، او د مذاکراتي ټیم غړې حبیبې سرابې وویل چې افغانان سوله غواړي، جګړه نه غواړي خو دا هم نه غواړي چې بېرته په شا لاړ شي.

د طالبانو سره د سولې د خبرو د پلاوي مشر محمد معصوم ستانکزي څرګندونې
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:47 0:00

د غونډې یو بل ویناوال او د افغانستان د چارو کارپوه الیکس تيير بېا د افغانستان د سولې روان بهېر کې موجودو ځېنې بالقوه ستونزو ته اشاره وکړه. ده د افغانستان راتلونکي نظام ډول، اور بند د مینځمهالي حکومت رامېنځته کېدل او را روان وخت کې د ښځو رول د سولې د پروسې پر وړاندې د سترو ننګونو په توګه یاد کړل.

دا پداسې حال کې ده چې د بین الافغانې مزاکراتو لپاره د ټاکل شوي تاریخ څخه شاوخوا یوه نېمه میاشت تېره شوې خو لاهم دغه مزاکرات ندي پېل شوي.

XS
SM
MD
LG