د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: له طالبانو سره د سولې طرف کابل دی، نه واشنګټن


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له طالبانو څخه غوښتي دي چې د افغانستان له حکومت سره د سولې خبرې وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاندې، هیدر نیورت د سه شنبې په ورځ [فبرورۍ ۲۷] په واشنګټن ډي سي کې خبریالانو ته ویلي دي چې د سولې هر ډول خبرې باید "د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو په مالکیت وي."

امریکايي دیپلوماتان فکر کوي چې اوس طالبان د سولې لپاره چمتو نه دي.

میرمن هیدر نیورت ټینګار کوي چې په افغانستان کې د شخړو د ختمولو لپاره "پوځي حل لاره نه ویني."

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د کابل پروسې په دویم کنفرانس کې له طالبانو سره د روغې جوړې لپاره د یوه سیاسي چوکاټ د جوړېدو وړاندیز وکړ، ویې ویل چې د طالبانو ډله دې د اوربند تر اعلانولو وروسته، د "یوه سیاسي ګوند" په صفت وپيژندل شي.

ولسمشر غني طالبانو ته وویل چې حکومت یې بې له کوم قید او شرطه خبرو ته چمتو دی.

پاکستان کې "مثبتې نښې نښانې"

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا پر اسلام آباد د پوځي مرستو له ځنډېدو وروسته، یوه جګپوري امريکايي جنرال په پاکستان کې د بدلون "مثبتې نښې نښانې" لیدلي دي.

د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندې مشر، جنرال جوزف وتل د سه شنبې په ورځ د کانګرس له غړو سره په یوې غونډې کې ویلي چې د جنوبي آسیا او افغانستان لپاره د امریکا د تګلارې او په سیمې او افغانستان کې د امن د راوستلو لپاره د پاکستان همکاري اړینه ده.

د امریکا په شمول، د افغانستان او طالبانو ترمنځ د سولې په خبرو کې یو مهم اړخ پاکستان یادیږي چې د افغان او امریکایي چارواکو په وینا طالبانو ته یې په خپلې خاورې کې ځای ورکړی دی.

په افغانستان کې د سولې لپاره، امریکايي چارواکو له طالبانو څخه غوښتي دي چې له افغان حکومت سره مذاکرات وکړي.

واشنګټن ټینګار کوي چې له طالبانو سره د سولې طرف، افغانستان دی، نه امریکا.

امریکا: له طالبانو سره د سولې طرف کابل دی، نه واشنګټن
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:22 0:00

XS
SM
MD
LG