د لاس رسي وړ اتصالات

د امرالله صالح د تورلگولو پر وړاندې د حزب اسلامی تند غبرگون


امرالله صالح او قریب الرحمن سعید
امرالله صالح او قریب الرحمن سعید

د ملي امنیت پخواني رئیس حزب اسلامي د داعش په ملاتړ تورن کړی خو دغه گوند صالح ته د شر اچوونکي خطاب کړی دی.

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رئیس امرالله صالح، ادعا کړې ده چې د گلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب یو شمیر "پخواني او اوسني" غړي د اسلامي دولت د ډلې یا داعش سره همکاري لري.

ښاغلي صالح په خپل فیسبوک پاڼه کې لیکلي دي "د موثقو معلوماتو له مخې لږ تر لږه د هغو کسانو څخه شل تنه چې د داعش سره د همکارۍ او یا د وروستیو بمي بریدونو د توطیې په تړاو نیول شوي د گلبدین حکمتیار د پخوانیو او یا اوسنیو اړوندو کسانو څخه دي، چې حکومت د هغه سره د موافقې د عزت د ساتنې په خاطر ددې مسلې له بربنډولو نه ډډه کوي."

ښاغلي صالح ویلي چې په دې اړه اسناد لري.

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رئیس همداشان ادعا کړې چې ښاغلي حکمتیار په وار وار په امنیتي سکتور کې د مشخصو مقاماتو سره په تماس کې د هغوی خوشې کول غوښتي دي او د یو شمیر دغو نیول شویو کسانو دوسیې بیا هم د "نه رسوا کیدو" په خاطر محکمې ته ندي سپارل شوي.

د حکمتیار د حزب اسلامي غبرگون

د حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب یو لوړپوړي غړي قریب الرحمن سعید، د امریکا غږ سره په مرکه کې د ښاغلي صالح د ادعا د ردولو په ترڅ کې هغه په "شر اچولو" تورن کړ.

ښاغلي سعید په دې اړه وویل "نه پوهیږم چې دا ډول کسان ولې ددې ډول ټویټونو او پیغامونو په خپرولو سره د شر او فساد د ایجادولو سبب کیږي. اسلامي حزب یو ستر تنظیم دی او مشر یې یو ملي رهبر دی."

له دې سره سره د حکمتیار د اسلامي حزب دغه لوړپوړي چارواکي وویل افراد حزب ته راځي او ځي، خو ښاغلي صالح ته یې په خطاب کې وویل "هغه څه چې دغه دوست د یو دښمن په توگه لیکلي دي د قوم پالنې او د یو رهبر د بدنامولو په خاطر یې لیکلي دي."

ښاغلي سعید همداشان ټینگار وکړ چې د ښاغلي حکمتیار په مشرۍ اسلامي گوند په افغانستان کې د سولې او ثبات د راوړلو لپاره هڅه کوي او ددې هیواد د بې ثباته کولو په هڅه کې ندی.

ښاغلي سعید زیاته کړه " دا ډول څرگندونې او دغه کسان نشي کولای په هیواد کې د سولې او امن د ټینگیدو لپاره د حزب اسلامي عزم او اراده تاواني کړي."

له دې دمخه د اجرائیه ریاست مرستیال محمد محقق، هم د افغانستان په حکومت کې د داعشي عناصرو د نفوذ خبره کړې وه. جمهور رئیس محمد اشرف غني ددې څرگندونو په غبرگون کې ویلي وو "هر هغه څوک چې ادعا لري چې ددې هیواد یو لوړپوړی یا منځنۍ کچه او یا نور د داعش سره شامل دي، جرات دې وکړي محکمې ته دې راشي او خپله ادعا دې ثابته کړي، که نه ټکری دی پر سر کړي."

XS
SM
MD
LG