د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان وايي د کورنیو چارو د وزارت برید دوی کړی


طالبان وايي د کورنیو چارو د وزارت برید دوی کړی
طالبان وايي د کورنیو چارو د وزارت برید دوی کړی

د افغانستان طالبانو ویلي دي چي هغه دوه امریکایي نظامي صاحب منصبان یې چي په نړۍ والو سوله ساتونکو امنیتي قواوو کي یې کار کاوه، دوي وژلي دي.

طالبانو نن د شنبې په ورځ یوه بیانیه خپره کړه او په هغې کي یې ویلي دي چي دوي دغه صاحب منصبان ځکه ووژل چي د ناتو د قواو له خوا د قرآنونو د سوځولو انتقام واخلي.

د کابل نه رسیدلي رپوټونه وایي چي وژل شوي صاحب منصبان یو امریکایي ډگر وال او بل جگړن و او دواړه نن په کابل کي د کورنیو چارو په وزارت کي چي کلک امنیت یې نیول شوی او د قوماندې مرکز دی، په ډزو کي ووژل سول.

د ناټو په قواوو کي ډیر امریکایان د افغانستان په وزارتونو کي د سلاکارانو په توگه کار کوي.

ناټو نن په یوه بیانیه کي ویلي دي چي یوه سړي په دغو دوو تنو باندي په خپلي وسلې سره ډزي وکړې، خو په دې اړه یې نور توضیحات نه دي ورکړي چي ډزي کونکی څوک و.

چارواکو ویلي دي چي د سه شنبې د ورځي را هیسي په دې مظاهرو کي لږترلږه ٢٧ کسه وژل شوي دي.

د امریکا ولسمشر براک اوباما او نورو امریکایي چارواکو د قرآن کریم سره دداسي ناوړه سلوک له کبله معافي غوښتې ده، خو دې معافي په افغانستان او د هغه په گاونډي هیواد پاکستان کي د خلکو په آرامولو کي چندان نتیجه نه ده ورکړې.

له بلي خوا د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چي نن د شنبې په ورځ شپږ افغان عسکر هغه وخت ووژل سول او ١٦ تنه نور زخمي شول چي د سړک په غاړه یې یو بم شنډاوه. دا پېښه د بادغیس په ولایت کي شوې ده.

XS
SM
MD
LG