د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا افغان زده کوونکو ته درسي کتابونه چاپوي


د افغانستان د پوهنې وزارت مسؤولین تمه لري چې د نویو کتابونو په چاپ کولو سره په ښوونځیو کې د کتابونو د کموالي ستونزه حل کړي.
د افغانستان د پوهنې وزارت مسؤولین تمه لري چې د نویو کتابونو په چاپ کولو سره په ښوونځیو کې د کتابونو د کموالي ستونزه حل کړي.

د افغانستان د پوهنې وزارت د امریکا د نړیوالې پرمختيايي ادارې (یو اېس اېډ) په مالي ملاتړ د ښوونځيو ۱۳۵ میلیونه کتابونه چاپوي.

دغه درسي کتابونه به په دریو کلونو کې چاپ او پر زده کوونکو ویشلو ته چمتو شي.

په هغه غونډه کې چې د کتابونو د چاپ د پیلدو په خاطر په کابل کې د امریکا په سفارت کې جوړه شوې وه، امریکايي شارژدافیر، هولارنس وویل چې دوي غواړي "هر زده کوونکي ته چې په هر ټولګي کې وي، کتاب ورسیږي."

د یو اېس اېډ اداره به د ۷۵ میلیونو امریکايي ډالرو په ارزښت د افغانستان د ابتدائیه او ثانوي ښوونځيو لپاره کتابونه چاپ کړي.

په پام کې ده چې په لومړۍ مرحله کې ۴۸ میلیونه، په دویم پړاو کې ۳۱ میلیونه او په دریېمه دوره کې ۵۴ میلیونه درسي کتابونه چاپ شي.

د ملي وحدت د حکومت اجرائیه رئیس په افغان ښوونځیو کې د درسي کتابونو نشتون یو "ګواښ" وباله.

د افغانستان د پوهنې وزارت مسؤولین تمه لري چې د نویو کتابونو په چاپ کولو سره په ښوونځیو کې د کتابونو د کموالي ستونزه حل کړي.

د پوهنې وزیر اسدالله حنیف بلخي وایې چې "د کتابونو د چاپ کیفیت مهم دی" او د پوهنې وزارت به یقنیي کړي چې کتابونه په لوړ معیار چاپ شي.

د امریکا حکومت د یو اېس اېډ ادارې له لارې له ۲۰۰۲ کال راهیسې تر دې دمه ۱۳۰ میلیونه درسي کتابونه چاپ کړي دي.

امریکا افغان زده کوونکو ته درسي کتابونه چاپوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:38 0:00

XS
SM
MD
LG