د لاس رسي وړ اتصالات

د سیاسي کارپوهانو د امنیت ځانګړی پلان


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي د سیاسي چارو کارپوهانو، مدني فعالانو، ملي لوبغاړو او ځینو نورو مخور څېرو د امنیت لپاره یې ځانګړی پلان پیل کړی دی.

د نوي پلان له مخې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت یوه ځانګړې ډله به د هر سیاسي فعال امنیتي حالت ارزوي او بیا به یې د امنیتي ستونزو د مخنیوي پر لارو چارو کار کوي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي په کابل کې خبریالانو ته وویل چې دغه پلان يې له هغه وروسته جوړ کړ چې په کابل کې په یو شمېر سیاسي فعالانو بریدونه وشول او د هغوی د امنیت په اړه اندېښنې زیاتې شوې.

په تازه پېښو کې، راپورونه وايي چې تېره شپه په کابل کې د سیاسي چارو پر کارپوهانو احمد جاوید کوهستاني او طوفان وزیري باندې هم بریدونه شوي خو دوی روغ ترې وتلي دي.

دوی وخت ناوخت پر خپل بحثونو کې پر حکومت باندې نیوکې کولې خو د پاکستان د حکومت او طالبانو کلک منتقدین هم ګڼل کیږي.

جاوید کوهستاني په خپل فیسبوک کې لیکلي " له خدای څخه ډېره مننه چې په وار وار یې زه او زما کورنۍ له ناوړه امنیتي پېښو څخه ژغورلي دي. "

ښاغلي کوهستاني کومه ډله یا کس پر هغه باندې برید کې تورن کړی نه دی، خو ویلي يې چې خپل غږ به بند نکړي.

تر دې وړاندې د سیاسي چارو پر یو کارپوه احمد سعیدي په کابل کې وسله وال برید وشو او ژوبل یې کړ.

دغه راز د اسیا په نامه د یو خصوصي تلویزون مشر په یو وسله وال برید کې ووژل شو او د افغانستان د تکواندو ملي لوبغاړي نثار احمد بهاوي بیا په یو برید کې ژوبل شو.

ښاغلي صدیقي ونه ویل چې څومره ځانګړي ځواکونه یې د دغه پلان د پلې کولو لپاره ځانګړې کړي دي، خو وايي چې د سیاسي او مدني فعالانو او نورو د امنیت ساتل د افغان امنیتي ځواکونو دنده ده.

چارواکي وايي دا پلان يې د اوس لپاره په کابل کې پیل کړي او د اړتیا پر مهال به یې لمنه د هېواد نورو سیمو ته هم وغزوي.

تراوسه په دغو کسانو باندې د بریدونو مسولیت هېچا هم په خپله غاړه نه دی اخیستی.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG