د لاس رسي وړ اتصالات

منبع – د افغانستان سترې محکمې د وزیرانو د صلاحیت سلبول تائید کړل


د افغان حکومت یوې سرچینې ویلي دي چې د افغانستان سترې محکمې د حکومت د کابینې د اوه وزیرانو د صلاحیت د سلبولو د موضوع په اړوند د ولسي جرگې تصمیم تائید کړی دی.

دغې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یاد شي، د امریکا غږ ته وویل چې سترې محکمې ویلي دي چې د وزیرانو د صلاحیت ردول او یا تائیدول د ولسي جرگې کار دی.

وروسته له هغې چې د افغانستان ولسي جرگې د هیواد د کابینې د اوه وزیرانو څخه چې په خپلو وزارتونو کې د ٧٠ فیصد انکشافي بودجې په لگولو کې پاتې راغلي وو خپل باور بیرته واخیست، د افغانستان جمهوري ریاست په دې اړه د وروستۍ پریکړې لپاره مسله سترې محکمې ته وړاندې کړه.

د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال دوا خان مینه پال د امریکا غږ ته وویل چې تر اوسه سترې محکمې په رسمي توگه خپله پریکړه د جمهوري ریاست سره نه شریکه کړې.

ښاغلي مینه پال زیاته کړه کله چې سترې محکمې خپله پریکړه ارگ ته راواستوله په اړه به یې غبرگون څرگند شي.

XS
SM
MD
LG