د لاس رسي وړ اتصالات

د ملا رسول ډلې د حکومت او حکمتیار ترمنځ د سولې د تړون هر کلی وکړ


کارپوهان وایي افغان حکومت د سولې په برخه کې واحده استراتیژي نه لري
کارپوهان وایي افغان حکومت د سولې په برخه کې واحده استراتیژي نه لري

د افغانستان د سولې عالي شورا د ملا رسول د ډلې د اعلامیې په ملاتړ وايي، هیله مند دي چې د افغان دولت ټولې مخالفې وسله‌والې ډلې په دې پوه شوې وي، چې جګړه د حل لار نه ده او اوسنۍ ستونزه یوازې د بین الافغاني خبرو له لارې حل کیدلی شي.

د ملا رسول په مشرۍ له وسله‌والو طالبانو بیلې شوې ډلې د یوې اعلامیې له لارې، د افغان حکومت او د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب د سولې له موافقې ملاتړ کړی او د افغانستان د لانجې د حل لپاره یې بین الافغاني مذاکرات غوره لار ګڼلې ده.

د افغانستان د سولې عالي شورا ویاند امین الدین مظفري د دغې اعلامیې په غبرګون امریکا غږ ته وویل " هر هغه غږ او اواز چې د سولې له بهیر څخه ملاتړ کوي، د سولې عالي شورا هغه ته د قدر په سترګه ګوري او هرکلی یې کوي او د طالبانو دغې ډلې چې په دې برخه کې نظر څرګند کړی او ویلي دي، ښه ده چې د افغانستان قضیه د بین الافغاني خبرو له لارې حل شي، له دې هم هرکلی کوي".

د ملا رسول په مشرۍ د وسله‌والو طالبانو عالي شورا په یوې اعلامیې کې، چې د ګلبدین حکمتیار د اسلامي حزب له ادرسه امریکا غږ ته استول شوې، له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهالویش روښانه کیدل، د ملارسول د ډلې او د اسلامي حزب ګډ هدف بللی دی.

د ملارسول ډلې په اعلامیه کې راغلي " د افغانستان اسلامي امارت عالي شورا د تیر په څیر یو وار بیا یادونه کوي چې د افغانستان له ټولو داخلي جهادي ډلو او سیاسي ګوندونو سره د نیکو اړیکو په اساس ښو روابطو ته پاملرنه کوي او د یو بین الافغاني حل، روغې جوړې او د هیواد د خپلواکۍ لپاره له نورو سره په ګډه کار کول غواړي".

لا تر اوسه د مولوي هبت‌الله آخندزاده په مشرۍ وسله‌والو طالبانو په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

په همدې حال کې یو شمیر کارپوهان چې د سولې د خبرو بهیر څاري، د ملارسول د ډلې د اعلامیې په اړه بیلابیل نظرونه لري.

د چارو کارپوه او لیکوال نظر محمد مطمئن په دې باور دی، چې ملارسول اوس د طالبانو د کومې ډلې مشري نه کوي بلکې د وسله‌والو طالبانو ډله یوه ده او تر اوسه یې په رسمي توګه د افغان حکومت او د اسلامي حزب ترمنځ د سولې د موافقې په اړه خپل دریځ نه دی څرګند کړی.

ښاغلي مطمئن امریکا غږ ته وویل هغه معلومات چې دی لري اوس د ملارسول په څنګ کې څوک پاتې نه دي او د سولې له موافقې څخه د هغه ملاتړ به د پام وړ اغیز و نه لري.

خو د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند چې د سولې په تړاو یې د پګواش په څوو غونډو کې ګډون کړی په دې باور دی، چې ښايي دا مسله په ټیټه کچه د سولې د بین الافغاني خبرو لپاره د ملارسول د ډلې د خوشبیني څرګندونه وکړي، خو پر وینا یې په دې برخه کې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر رسمي دریځ مهم دی.

ښاغلي ځلاند وویل، د ملارسول اعلامیه افغان حکومت ته په ټوله کې د وسله‌والو طالبانو دا پیغام رسوي چې دغه ډله د سولې بین‌الافغاني خبرو ته چمتو ده.

د ښاغلي ځلاند پر باور افغان حکومت د سولې په برخه کې واحده استراتیژي نه لري نو ځکه د وسله‌والو طالبانو له مختلفو ډلو سره تر اوسه د مخامخ خبرو په پیلیدو بریالی شوی نه دی.

XS
SM
MD
LG