د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان پاکستان او ترکیې مشران په ترکیه کې غونډه لري


(
(

ترکېه دافغانستان او پاکستان دمشرانو دېوې گډې غونډې کوربه توب کوي.ددغې غونډې هدف دا دی چې د ترکېې ،افغانستان او پاکستان ترمنځ د امنېت او اقتصادي همکارۍ په برخو کی اړېکی پراخې شي.

دترکېې جمهور رېس عبداله گل نن دافغانستان دجمهور رېس حامد کرزي او پاکستان دجمهور رېس اصف علي زرداری سره په گډه ملاقات کوي. دواړه جمهور رېسان په روانه هفته کې ترکېې ته تللي وو چې د اقتصادي همکارۍ دسازمان دمشرانو په غونډه کې برخه واخلي.

دفرانسې خبري اژانس واېې چې دافغانستان، پاکستان او ترکېې لوړ پوړي ماموران به دخپلو امنېتی قواوو او دمخدره موادو دقاچاق دمخنېوي په اړه دهمکارۍ دپراخولو لپاره په ېو شمېر وړاندېزونو موافقه وکړي.

دا پنځم ځل دی چی د افغانستان ،ترکېې اوپاکستان مشران ملاقات کوي.

کله چې دافغانستان حکومت دا تور ولگوه چې دپاکستان دقباېلي سېمو نه په افغانستان کی دناټو ترمشرئ لاندی په اېتلافی قواو باندې هغه جنگېالي حملی کوی چې په افغانستان باندی دامرېکا دپوځی ېرغل په نتېجه کې پا کستان ته واوښتل، نو دپاکستان او افغانستان اړېکې ډېرې خرابې شوې.

په کابل کې دېوه شخصي شرکت دوه تنه محافظېن د ناټو د قواو په ډزو کی وژل شوي دي. دترکېې،افغانستان او پاکستان مشران نن په انقره کی خپله غونډه کوي

د بلي خوا ۱۲ تنه پاکستاني عسکر دطالبانو په ېوه حمله کی وژل شوی دي

XS
SM
MD
LG