د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: تېرو ۳ کلونو کې له ۶ میلیونو څخه زیات افغانان هیواد ته ستانه شوي

آرشیف
آرشیف

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وایي چې په تېرو څه کم درېیو کلونو کې له شپږ میلیونو څخه زیات افغانان هیواد ته ستانه شوي دي او زیاتوي چې په معاصر تاریخ کې د بېرته ستنېدو دا کچه بې‌سارې ده.

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره اوس له نړیوالې ټولنې غواړي چې افغانستان له پامه ونه غورځوي. دغې ادارې پر خپلې ایکس پاڼې باندې دا خبر د دوه و افغان ماشومانو له انځورونو سره خپور کړی دی چې ورباندې لیکل شوي- «افغانستان مه هېروئ.»

ددې ادارې شمیرې څرګندوي چې د بېرته ستنېدونکو د دومره لوی شمېر راتګ پر افغانستان هم فشار واردوي. هغه خلک چې بېرته هېواد ته راګرځي، سرپناه، خواړه، روغتیايي خدمتونو، زده‌کړو، کار او خوندیتوب ته اړتیا لري. افغانستان لا له وړاندې له یوه سخت بشري او اقتصادي بحران سره مخ دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې خبرداری ورکړی چې د خلکو په لویه کچه او په بیړه بېرته ستنول کولای شي د بشري مرستو او خوندیتوب اړتیاوې لا زیاتې کړي، بې‌ثباتي رامنځته کړي او ان د بې‌ځایه کېدو د یوې نوې څپې لامل شي.

د ماشومانو پر ژوند د دې وضعیت اغېز په ځانګړې توګه د پام وړ دی.

د ۲۰۲۶ کال د سیمه‌ییز بحران پر مهال د افغان بېرته ستنېدونکو د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې پر بنسټ، ښځې او ماشومان د هغو بېرته ستنېدونکو ۷۶ سلنه جوړوي چې دې ادارې ورسره مرسته کړې ده.

د دغو بېرته ستنېدونکو ډېری کسان له افغانستان سره د ګاونډیو دوو لویو هېوادونو، ایران او پاکستان څخه راستانه کېږي. خو UNHCR ټینګار کوي چې دا یوازې د هغو کډوالو کیسې نه دي چې په خپله خوښه غواړي هېواد ته ستانه شي.

دې ادارې په وار وار د جبر او د فشار له لارې د افغان کډوالو د ستنېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. دا پداسې حال کې ده چې په ګاونډیو هېوادونو کې د بې‌اسناده افغانانو د وتلو لپاره فشارونه زیات شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وايي، د کډوالو بېرته ستنېدل باید په خپله خوښه، خوندي او په عزت او انساني کرامت سره ترسره شي او دا اصل باید د نړۍ په هر ځای کې د بېرته ستنېدو پر بهیرونو پلي شي.

له همدې امله، د افغانستان لپاره ستونزه یوازې دا نه ده چې خلک له پولې راواوړي؛ اصلي پوښتنه دا ده چې له راتګ وروسته به څه ورسره کېږي؟ ایا کورنۍ به د اوسېدو لپاره خوندي ځای پیدا کړي؟ ایا ماشومان به ښوونځیو ته د تګ فرصت ولري؟ ایا مور او پلار به کار پیدا کړي؟ او ایا هغه کسان چې کلونه، او ان لسیزې، له افغانستان څخه یې بهر تېرې کړې دي، وکړای شي خپل ژوند له سره جوړ کړي؟

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وايي، افغانستان اوس د نړیوالې ټولنې دوامدارې پاملرنې او پانګونې ته اړتیا لري؛ ځکه د بېرته ستنېدونکو د دومره لوی شمېر راتګ ښايي پر هغو ټولنو لا زیات بار شي چې له وړاندې له سختو ستونزو سره د مقابلې هڅه کوي.

ښايي د ځینو افغانانو لپاره خپل هېواد ته بېرته ستنېدل هیله بښونکې وي خو د ځینو نورو لپاره، بېرته ستنېدل ښايي یوازې د دې لپاره وي چې د انتخاب او بدیل بله لاره نه وي ورته پاتې.

نو د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې پیغام له همدې کبله هم په زغرده او روښانه دی: افغانستان مه هېروئ.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG