د لاس رسي وړ اتصالات

یو ان اچ سي آر: تیره اوونۍ نږدې دوه زره پنځه سوه افغانان هیواد ته ستانه شوي

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري یا UNHCR وايي تیره اونۍ د اګست له ۲۳ نه تر ۲۹مې پورې شاوخوا ۲۵۰۰ افغان کډوال هیواد ته ستانه شوي. دې ادارې ویلي چې اکثریت ستانه شوي کډوال میرمنې دي. ډیری دا کسان د پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي چې د ملګرو ملتونو دې ادارې ورسره مرسته کړې.

دغه اداره زیاتوي چې د ټولو راستنېدونکو ۵۸ سلنه برخه میرمنې دي، په داسې حال کې چې نارینه ۴۲ سلنه وو. معلومات ښيي چې د راستنېدونکو په منځ کې د ښځو او ماشومانو شمېر د پام وړ لوړ دی.

د بیرته ستنېدونکو نیمايي یې تر ۱۸ کالونو کم عمر لري. په مجموعي ډول، ددې ډلې ۸۱ سلنه برخه هغه میرمنې او ماشومان دي چې له مرستو برخمن شوي دي.

شمېرې ښيي چې د راستنېدونکو نیمايي کورنۍ د ښځو له خوا اداره کېدې. دا وضعیت ښايي د بیا ادغام په بهیر کې د دغو کورنیو لپاره د خوندیتوب او معیشتي مرستو اړتیا زیاته کړي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وايي، د راستنېدونکو د اسنادو د وضعیت توپیرونه کولای شي روغتیايي او نورو خدماتو، حقوقي مرستو او د بیا ادغام ملاتړ ته د هغوی پر لاسرسي اغېز وکړي.

تر پنځو کلونو پورې ماشومان د راستنېدونکو شاوخوا ۱۴ سلنه جوړوله، په داسې حال کې چې له شپږو تر ۱۷ کلونو پورې ماشومانو د راستنیدونکو شاوخوا ۳۵ سلنه جوړوله.

د کډوالو شاوخوا ۴۳ سلنه له ۱۸ څخه تر ۵۹ کلونو پورې عمر لرونکي لویان و او اووه سلنه د ۶۰ کلونو او تر هغې پورته عمر لرونکو کسان و.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وايي، دغه شمېرې ښيي چې د راستنېدو او بیا ادغام پروګرامونه باید د زیان‌منو ډلو ځانګړو شرایطو ته پاملرنه وکړي.

د دې لپاره چې د راستنېدونکو نیمايي ماشومان دي او د راستنېدونکو نیمايي کورنۍ د ښځو له خوا اداره کېږي، د ماشومانو خوندیتوب، زده کړو، روغتیايي خدمتونو، د کورنۍ ملاتړ او د معیشت برابرول باید له مهمو لومړیتوبونو څخه وي.

د اسنادو په برخه کې مرسته هم مهمه پاتې کېږي، په ځانګړي ډول د هغو راستنېدونکو لپاره چې اټکل کېږي ۲۷ سلنه یې بې اسناده دي.

په ټولیز ډول، د UNHCR شمېرې ښيي چې د افغانانو بېرته ستنېدل یوازې د شمېر موضوع نه ده.

د راستنېدونکو عمر، جنسیت، د کورنۍ جوړښت او د اسنادو وضعیت هغه مهم عوامل دي چې په خوندي او دوامدار ډول په خپلو ټولنو کې د بېرته ادغام لارې چارې برابروي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG