د لاس رسي وړ اتصالات

آمریکایان د کنړ د پېج د درې نه راوځي


آمریکایان د کنړ د پېج د درې نه راوځي
آمریکایان د کنړ د پېج د درې نه راوځي

په افغانستان کی د امرېکا پوځ غواړی چې په ختېځ کې دپاکستان د سرحد سره نژدی په ډېره خطرناکه دره کی د امرېکاېې پوځونو شمېر راکم کړی، ترڅو عسکر هغو سېموته ولېږی چی په امنېت باندی ېې اغېزه زېاته ده. دافغانستان ختېځې سرحدی سېمی ېو وخت دالقاعدې او طالبانو پر خلاف دامرېکاېې ځواکونو دعملېاتو مرکزی برخې گڼل کېدلی.

دواشنگټن پوست ورځپاڼې نن راپور ورکړ چې امرېکاېې قوماندانان په پام کی لری چې دکونړ ولاېت د پېج د درې نه عسکر راوباسی او هدف ېې دادی چې په دغه سېمه کی د دښمن خوندی ځاېونو پر خلاف د لنډی مودی عملېاتو لپاره اضافی عسکر ولری.

واشنگټن پوست دافغانستان د دفاع وزېر عبدالرحېم وردگ له قوله لېکي چې دې په دې باب اندېښمن دی چې دپېج د درې نه که امرېکاېې عسکر ووځی او خپلی اډی خوشی کړی نو ډېر امکان شته چې وسله وال مخالفان به هلته خپل فعالېتونه زېات کړی.

دافغانستان په ختېځ کی دامرېکاېې ځواکونو قوماندان جنرال جان کېمپبېل، ووېل چې په ختېځ کی د امرېکلېې پوځونو له سره تعېناتولو هدف دادی چې دافغانستان داولس لپاره بهتر امنېت برابر شی. جنرال کېپبېل وا ېې چی فعلا په پېج کی د ډېرو کوچنېو پوستو دساتلو لپاره ډېر زېات امرېکاېې عسکر گمارل شوی دي . دامرېکا پوځی ماموران واېې چی د پېج د درې نه به دعسکرو راوېستل او د کونړ ولاېت پر نفوسو برخو ته ېې انتقالول څو مېاشتی وخت

XS
SM
MD
LG