د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت وايي د ولسمشر کرزي د خبرو څخه غلط برداشت شوی دی


د امریکا ددفاع وزیر لیان پنیتا پرون د جمعې په ورځ وویل چې ولسمشر کرزي ته په کار ده چې دا یې په یاد وي چې په افغانستان کې د متحدینو پر قواوو باندي د نیوکې پر ځای د هغوي څخه مننه وکړي. هغه قواوې چې په افغانستان کې جنګیږي او مري . ښاغلی پنیتا دغه څرګندونې د ولسمشر کرزي د روانې اونۍ د هغو څرګندونو په ځواب کې کړي چې وايي امریکا په پاکستان کې د ترهګرو پر ضد مبارزه نه کوي او په افغانستان کې یې په یاغیانو پسي راخسیتې ده.

افغان ولسمشر حامد کرزي د پنجشنبې په ورځ په یوې مرکې کې وویل چې امریکا او ناټو ته په کار ده چې د افغانستان د کلیوو او بانډو پرځای د ترهګرو مرکزونه په نښه کړي. ولسمشر کرزی تل دا دریځ لري چې د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه په افغانستان کې نه بلکې ددغه هیواد دباندي باید وسي خو دغه ځل یې څرګندونو د ځینو امریکايي مقاماتو غبرګون راوپاروی.
د امریکا د دفاع وزیر لیان پنیتا وویل چې ولسمشر کرزی دي کله نه کله زمونږ د قربانیوو ستاینه کوي تر دې چې پر مونږ باندي انتقادونه وکړي. ،، مونږ په افغانستان کې د ۲ زرو نه زیاتې امریکايي قواووې له لاسه ورکړي دي. آیساف هم خپلې قواووې له لاسه ورکړي دي . دغه عسکر د سم دښمن سره په مبارزه کې وژل شوي دي د غلط دښمن سره نه دي وژل شوي. زه فکر کوم چې دا به ګټوره وي چې ولسمشر کرزی کله نا که زمونږ د قربانیوو قدر وکړي او د انتقاد پرځای د هغو عسکرو درناوی وکړي چې په افغانستان کې وژل شوي دي.،،

ولسمشر کرزي د پنجشنبې په ورځ وویل چې امریکا ته په کار ده چې د افغانستان د کلیو او بانډو پرځای د ترهګرو سره د هغوي په مرکزونو کې مبارزه وکړي او دا چي که امریکا دوي ته وسلې او تجهیزات ورنکړي نو افغانستان به روسیې، هند او چین ته د وسلو لپاره لاس وغځوي.

ولسمشر کرزي داسي وویل: ،،مونږ د امریکا څخه غوښتي دي چې زمونږ د هوايي قواوو سره دي مرسته وکړي. امریکا تر اوسه پوري مونږ ته ځواب نه دی راکړی. زمونږ لیده کاته به د یوې بلې اونۍ دپاره ادامه پیدا کړي. که چیري امریکا مونږ ته دغه وسایل رانکړي چې مونږ یې انتظار باسو نو افغانستان به د خپلو موجودو امکاناتو څخه کار واخلي چې د چین، روسیې او هند څخه یې په پیسو رانیسي.،،

د افغانستان د حکومت دریځ

د ولسمشر کرزي ویاند د امریکا غږ آشنا تلویزون د همکار حسیب الکوزي سره په مرکه کې وویل چې د ولسمشر کرزي د څرګندونو څخه غلط برداشت اخیستل شوی دی. ،، ولسمشر کرزي تل د امریکا او د ناټو د عسکرو نه د دوي د قربانیوو په خاطر مننه کړې ده. ولسمشر کرزي وروستي ځل د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د امریکا او ناټو د عسکرو د قربانیوو څخه مننه وکړه. زه فکر کوم چې د ولسمشر کرزي وروستي مطبوعاتي کنفرانس یو سلسله غلط فهمۍ رامنځ ته کړي. ولسمشر کرزي انتقاد نه دی کړی بلکې د افغانستان د حکومت موقف یې یو ځل بیا څرګند کړی چې هغه تفاوت د نظر چې د تیرو څو کلونو راهیسي دلته مطرح دی هغه دا دی چې مونږ په دې نظر یوو چې د تروریزم پرضد جګړه پر سم مسیر نه ده روانه. ولسمشر کرزي په واري واري دا ویلي دي چې د تروریزم جګړه باید د افغانانو په کورونو او بانډونو کې نه وي بلکې هلته باید ترسره سي چیري چې د تروریزم پټن ځایونه دي، د هغه ځای نه تمویلېږي، چیري چې یې حمایتي سیستم او د هغه ځای نه افغانستان ته ترهګر رالېږل کېږي هلته باید مبارزه ترسره وشي،،.

د یادونې وړ ده چې د زیات شمیر افغانانو سره د ۲۰۱۴ کال په هکله اندېښنې موجود دي خو ولسمشر کرزي دغه راز په خپلو څرګندونو کې وویل چې د ۲۰۱۴ کال وروسته به وضیعت د اوسني وضعیت په څیر وي. خراب به نشي خو د ښه والي پر خوا به روان وي. نوموړي په افغانستان کې د کورنۍ جګړې هر ډول امکانات رد کړل.

دغه انکشافات په داسي حال کې رامنځ ته کېږي چې په پاکستان کې میشتې د القاعدې سره تړلې د حقاني شبکې ویلي دي چې د افغان امنیتي قواوو په منځ کې پر بهرنیوو ځواکونو باندي په بریدونو کې دوي لاس لري. په دغو حملو کې تر اوسه پوري ۱۳۵ د ناټو عسکر وژل شوي او ټپي شوي دي. تر اوسه پوري ناټو او امریکايي ځواکونه وايي چې دغه بریدونه یا د شخصي اختلافاتو په نتیجه کې یا د طالبانو سره د اړیکو له وجې رامنځ ته کېږي. طالبانو په ډاګه دا ویلي دي چې دا بریدونه دوي کوي چې د افغانستان او ناټو ترمنځ بې اتفاقي رامنځ ته کړي خو د حقاني د شبکې له خوا ادعا نوې خبره ده. د ولسمشر کرزي ویاند ایمل فیضي وايي چې د افغانستان حکومت د پیل څخه ویل چې ددغو حملو ترشا د سیمه ایزو هیوادونو د استخباراتي کړیوو لاس دی. ،،افغان ولسمشر حامد کرزي په دې هکله څو ځلي د ملي امنیت شورا راوبلله او ددغې مسلې په هکله یې خبري وکړې چې بالاخره د افغانستان حکومت دې نتیجه ته ورسیدی چې د ناټو پر عسکرو باندي د افغان ملي پوځ او پولیسو له خوا بریدونه د بهرنیوو استخباراتو له خوا لمڅول کېږي. دوي نه غواړي چې افغانستان قوي پوځ او پولیس ولري او غواړي چې د افغان ملي امنیتي ځواکونو او ناټو ترمنځ اړیکې خرابې کړي.،،

ټاکل شوې چې د ۲۰۱۴ کال په پای کې ناټو په افغانستان کې خپل محاربوي ماموریت پای ته ورسوي. اوس مهال ناټو د افغان ملي امنیتي ځواکونو په روزلو بوخته ده چې دغه ځواکونه دې ته آماده کړي چې تر ۲۰۱۴ کاله پوري د ټول افغانستان د امنیت مسولیت په غاړه واخلي او ناټو د محاربوي نقش نه د سلا مشورې او روزنې نقش ته واوړي. د ۲۰۱۴ مهال ویش ته په کتو سره د ناټو او افغان ملي امنیتي ځواکونو ترمنځ اعتماد خورا مهمه مسله ده.

حسیب الکوزی- واشنګټن
XS
SM
MD
LG