د لاس رسي وړ اتصالات

کانګرس کې غونډه؛ افغان پوځیان د یرغل په حالت کې دي


د متحدو ایالتونو د کانګرس غړو د سې شنبې په ورځ [فبرورۍ ۶] له حکومتي چارواکو سره په افغانستان کې د امریکا د حضور په اړه مفصل بحث وکړ.

د کانګرس د غړو په باور د افغانستان او جنوبي آسیا لپاره د سپینې ماڼۍ تګلاره متناقضه ده او ګټه نه لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال جان سولیوان چې تازه له افغانستان څخه راستون شوی، د سنا مجلس په استعماعیه غونډې کې وویل چې طالبان د سولې له بهیر سره یوځاې کېدو ته چمتو نه دي.

په تېره یوه میاشت کې په کابل او د افغانستان په نور سیمو کې طالبانو او نورو وسله والو خونړي بریدونه وکړل. یاغیان اوس لږترلږه د هېواد نیمايي خاوره تر خپلې ولکې لاندې لري.

دیموکرات سناتور بن کاردین وایې: "په هر معیار یې چې وګورئ، اوسنی امنیتي وضعیت ناوړه دی."

ښاغلي سولیوان وویل چې د جګړې په ډګر کې طالب وسله وال کمزوري شوي او "افغان پوځیان په تهاجمي حالت کې دي."

ښاغلی سولیوان کوښښ کوي چې په افغانستان کې د امریکا اوږدې جګړې د ختمولو لپاره له افغانستان او پاکستان سره په ګډه یوه سیاسي حل لاره پیدا کړي.

د کانګرس یو شمیر غړو غوښتنه وکړه چې پاکستان د ترهګرو د ملاتړ کوونکو هېوادونو په نوملړ کې شامل شي.

د کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمیټې غړي وایې چې نظام په پاکستان کې د پښتنو، بلوڅانو او سندیانو پر ضد اقدام کوي. دغه راز دوي پر اسلام آباد نیوکه وکړه چې د خپلو ګاونډیانو پر ضد له تشدد ډکه پالیسي لري.

کانګرس کې غونډه؛ افغان پوځیان د یرغل په حالت کې دي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:23 0:00

XS
SM
MD
LG