د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان تمه لري امریکا د ترهګرو ځالې ویجاړې کړي


د افغانستان په اړه د امریکا د نوې تګلارې د اعلانېدو په درشل کې، افغان حکومت تمه ښودلې چې امریکا د ترهګرو ځالې ویجاړې کړي.

د افغانستان د جمهور رئیس د ویاند مرستیال دوا خان مینه پال وایې د امریکا حکومت د خپلې نوې تګلارې د جوړولو پخاطر له افغان دولت سره سلا مشورې کړې دي.

مینه پال وویل: "زموږ اروزنې ښيې چې د ترهګرو ځالې او له هغوي څخه د ملاتړ مراکز چېرته دي."

افغان حکومت پاکستان تورنوي چې ګواکې ترهګرو ته یې امن پناه ځایونه برابر کړي دي. پاکستان دغه ادعا نه مني.

په پام کې ده سپېنه ماڼۍ په روانو دوه اوونیو کې د ناټو له غونډې مخکې چې د مې میاشتتې په ۲۵ نېټه جوړیږي، د افغانستان په اړه خپله نوې تګلاره اعلان کړي.

افغان حکومت وایې چې دغې تګلارې کې د افغانستان پر ضد ټول ګواښونه ارزول شوي دي.

د سپینې ماڼۍ ویاند، شان سپایسر ویلي چې د امریکا د جمهور رئیس د ملي امنیت کاري ډله پر تګلارې کار کوي.

سپایسر وویل: " کاري ټیم مو نه یواځې د افغانستان په باب بلکه په مجموعي ډول له افغانستان څخه وراخوا پر تګلارې کار کوي."

امریکایي رسنۍ وایي د جمهور رئیس دونالد ټرمپ حکومت به له ۳۰۰۰ نه تر ۵۰۰۰ پورې نور عساکر افغانستان ته واستوي. تمه کیږي چې د امریکا حکومت به خپلو پوځيانو ته د طالب وسله والو او نورو جنګیالیو پر ضد د زیات اقداماتو د کولو امر ورکړي.

یو شمیر کارپوهان پدې باور دي چې د افغانستان جګړه یواځې هغه وخت ګټل کیدای شي چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه په پرمختللو پوځي تجهیزاتو سمبال شي.

د پوځي چارو کارپوه محمد محسن مختار وایې چې د ترهګرو د له منځه وړلو لپاره باید له تولو لارو چارو څخه کار واخېستل شي.

هغه وویل: "د اقتصادي، سیاسي او هوايي بمباریو په ځواک له ټولو اغیزمونو لارو څخه باید کار واخېستل شي."

اوسمهال د ناټو په چوکات کې ۱۳۰۰۰ زره بهرني عساکر په افغانستان کې دیره دي چې تر ۸۰۰۰ زیات یې امریکايي نظامیان دي.

د ناټو عمومي منشي، ینس سټولتڼبرګ اعلان کړی چې دغه سازمان افغانستان ته د اضافي سرتیرو د استولو په اړه غور کوي. لندن کې د خبرو پر مهال سټولټنبرګ ټینګار کړی چې د ناټو عسکر به په جنگي ماموریتونو کې برخه وانخلي.

XS
SM
MD
LG