د لاس رسي وړ اتصالات

که مرستې کمې شي، کیدای شي افغان حکومت وپاشل شي ـ ماروین واینبام


ماروین واینبام
ماروین واینبام

یو شمیر څیړونکي وايي د افغانستان لپاره په اوسني وخت کې د امریکا مرستې حیاتي دي او بندول يې په زیان ښکاري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ولسمشر غني او د پخواني اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ترمنځ سیاسي شخړې د" امریکا ملي ګټو ته مخامخ ګواښ" ګڼلی او افغانستان سره یې سږکال لپاره د یو میلیارد ډالرومرستو د کمېدو خبر ورکړی دی.

په واشنګټن کې د منځني ختيځ په انسټیټوټ کې د جنوبي اسیا د برخې کارپوه ډاکټر ماروین واینبام امریکا غږ ته وویل چې افغانستان لپاره مرستې په موجوده وخت کې حیاتې ارزښت لري.

ښاغلی واینبام وايي دا ډېره جدي موضوع ده چې د عملي کېدو په صورت کې به په امنیتي سکتور اغېزه ونکړي، خو د مرستو بندیدل به په ملکي برخو او د مامورینو په معاشونو اغېزه ولري.

ډاکټر ماروین وايي "د مرستو پرته د افغانستان حکومت له جدي ستونزو سره مخ کيږي. د ډېر فشار په پایله کې شاید مرکزي حکومت وپاشل شي. "

ښاغلی واینبام په دې باور دی چې د امریکا د مرستو له کمېدلو سره سره به امریکا او طالبانو شوی توافق دوام وکړي.

که مرستې کمې شي، کیدای شي افغان حکومت وپاشل شي ـ ماروین واینبام
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:30 0:00

نوموړی وايي چې داسې ښکاري چې طالبانو ته زیات ارزښت ورکول کیږي.

ډاکټر ماروین وايي "دې کې شک نشته چې طالبانو سره د امریکا توافق پاتي کیږي او پمپیو ویلي چې له طالبانو سره ستونزه نلري. "

ډاکټر واینبام وايي د قدرت شریکولو په موضوع کې د ولسمشر غني پر خپل موقف ټینګار د نوموړي لخوا د هغه د خبل مشروعیت د ساتلو په موخه یو غبرګون دی.

ماروین باوری دی چې افغانستان کې د موجود سیاسي کشمکش د پايي ته رسولو لپاره باید متبادلې لارې ولټول شي.

XS
SM
MD
LG