د لاس رسي وړ اتصالات

په خوست کې په افغان امنیتي ځواکونو ځانمرګی برید وشو


چارواکي وایي افغان امنیتي ځواکونه پلي روان وو چې برید پرې وشو
چارواکي وایي افغان امنیتي ځواکونه پلي روان وو چې برید پرې وشو

په خوست کې په يوه موټر بم ځانمرګي بريد کې د افغان امنيتي ځواکونو د يوه قوماندان په ګډون درې عسکر وژل شوي دي.

چارواکي وايي په برید کې د ښوونځي يو شمېر زده کوونکي ټپيان شوي دي.

د خوست د والي وياند مبارزمحمد ځدران امريکاغږ اشنا ته وويل، چې دغه بريد د شنبې په مازديګر د دوه منده ولسوالۍ د سيدخېلو په ښارګوټي کې وشو.

د برید هدف افغان ځواکونه وو. هغه وويل بريد داسې مهال شوی، چې امنيتي ځواکونه له خپل موټر څخه ښکته شوي او پلي روان وو.

مبارز ځدران زياته کړه، چې په پېښه کې د ښوونځي شپږ تنه زده کوونکي ټپيان شوي، چې د ځينو یې حالت ښه نه دی.

يوې بلې دولتي سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې خپور شي، امريکاغږ اشنا ته وويل، چې په دغه موټربم حمله کې د افغان امنيتي ځواکونو قوماندان سردار او د هغه دوه ساتونکي وژل شوي دي.

قوماندان سردار د ځدراڼو له سيمې څخه و، هغه له ډېرې مودې راهيسې په افغان امنيتي ځواکونو يا ولايتي ځانګړو قواوو کې دنده درلوده او په خپله سيمه کې د وسله والو طالبانو پرضد سرسخته نظامي سړی پېژندل کېده.

تر اوسه ددې بريد مسووليت چا پرغاړه ندی اخيستی او نه هم وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته کوم معلومات ورکړي دي.

XS
SM
MD
LG