د لاس رسي وړ اتصالات

په یوې افغانې کونډې اختر څنگه تیریږي؟


د یوې کونډې د کاله اختریزه غرمنۍ، وړې صالحې ته په لاسو د نکریزو چاپې د رواجي ژوند یوه دروغجنه خوښي ښکاري،ځکه د دار په پړي کې راځوړند پلار یې لا په سترګو کې دی.

څه باندې څلور کال کېږي چې مخ پټو وسله والو د نورستان په کامدېش کې دولس کسان په دار کړل چې یو یې د همدې ښځې خاوند و.

حکومت ویل په دار شوي کسان طالبان وو او حقاني شبکې وژلي، خو دا کورنۍ خپل وژل شوی سړی ولسي کس ګڼي او وايي طالبانو له حکومت سره د اړیکو په تور وژلی.

کیسه که هر څه وه، خو دغې مېرمنې خپل بچیان را وویستل او درې کاله له یو بل او بل کره تېر کړل.

د پولیسو دا افسر په یوه نارامه ولایت هلمند کې دنده لري، وايي څه باندې یو کال کېږي چې ددې کورنۍ پالنه کوي.

کونډه مور د پولیسو افسر ته په دعاوو سر ده او وايي که د هلمند خونکارې جګړې وخوړ نو ژوند ته وړې هېلې یې په سیند لاهو کېدای شي.

د نورستان ویدیو
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:02 0:00

XS
SM
MD
LG