طالبانو د کندهار په ښار کی د پولیسو په مرکزي دفتر حمله کړې. پدې حملې کې لږ تر لږه شپاړلس تنه وژل شوي او د څلویښتو نه زیات پکې ټپي شویدي.
پولیس وایی چی یاغیانو دغه حمله نن د پولیسو د دفتر مخامخ د یوه تعمیر نه په دوی کړې. طالبانو د دی حملی مسؤلیت په غاړه اخیستئ دئ.
چارواکي وایي چې ځینو حمله کوونکو ښایي ځانونه په بمونو الوزولي وي او پدې حملې کې د یوه موټر بم حمله شویده.
چارواکي همدرانګه وایي چې پنځلس پولیسان او یو امنیتي مامور وژل شویدی. که څه هم چې پدې ولایت کې د خارجي قواوو شمیر زیات شویدی خو د کندهار ولایت تر اوسه پورې د طالبانو د فعالیتونو مرکز دی.