د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان د دو آب د ولسوالۍ د نیولو هڅې کوي


طالبان د دو آب د ولسوالۍ د نیولو هڅې کوي
طالبان د دو آب د ولسوالۍ د نیولو هڅې کوي

د افغانستان حکومتي ځواکونه اوطالبان لګېادي دنورستان ولاېت دېوې لېرې پرتې ولسوالۍ دنېولو لپاره جنګ کوي.

طالبانو د چهارشنبې په ورځ د ډیورنډ کرښې سره نږدې د دوابې ځېنې برخې دحکومتي ځواکونو نه ونېولې. ولاېتي چاوراکي واېې چې اته تنه طالبان او ۴ تنه پولېسان وژل شوي دي.

له بلې خوا ناټو نن داخبره ومنله چې دنورستان په جنګ کې ېې د حکومتي ځواکونو ملاتړ کړی دی. نورستان دافغانستان په ختېځ کې ېوه نا ارامه سېمه ده چې دغرونو په لاره وسله وال جنګېالي د جنګ لپاره افغانستان ته دپاکستان نه را اوړي.

له بلې خوا ېو راپور واېې چې طالبانو د لوګر په ولاېت کې دېوه ښوونځي سرمعلم وژلی دی.

ناټو واېې چې دوه تنه عسکر ېې دافغانستان په لوېدېځ کې نن او پورن دسه شنبې په ورځ دسړک پر غاړه دبمونو په چاودنو کې مړه شوي دي.

دافغانستان دحکومت ماموران واېې چې ددغې سرحدې ولسوالئ دنېولو لپاره په روان جنګ کې طالب جنګېالو زېات برخې حاصل کړې دی. د سېمې امنېتي مامورانو نن ووېل چې تراوسه پورې اته تنه طالبان او درې تنه پولېسان په جنګ کې وژل شوي دي.

طالبانو څه موده مخکې په افغانستان کې دناټو دعسکرو او حکومتي ځواکونو پر ضد خپل ېو لړ پراخه عملېات شروع کړل او واېې چې دغه حملې ېې دپسرلي په موسم کې د حملو برخه ده

له بل ېخوا دسی شنبی په ورځ ناټو هغه خبر تاېېد کړ چې واېې چې دمئ په ١۴ نېټه ېې دطالبانو ېو مهم قوماندان دهلمند ولاېت د بابه جي په ولسوالئ کې نېولی دی.

XS
SM
MD
LG