د لاس رسي وړ اتصالات

د جوزجان د والي پر کور برید شوی


Dostum and Sayee
Dostum and Sayee
د جوزجان د امنیې قوماندان مل پاسوال عبدالعزیز غیرت وايي نن جنرال عبدا لرشید دوستم ته وفادارو کسانو د جوزجان د والي په کور برید وکړ، خو د کور د ساتونکو لخوا دا برید په شا و تمبول شو.
ښاغلي غیرت د امریکاغږ آشنا راډیو سره په مرکه کې وویل چې د والي محمد عالم ساعي په کور برید او ځوابي ډزو نږدې دیرش دقیقې دوام درلود او دواړو خو او ته له کوم تلفاتو نه پرته پای ته ورسید.،، د والي د کور ساتونکیو په خپل توان د حمله کونکیو برید په شا تمبولی دی او د والي په شمول ټوله کورنۍ یې خوندي او وضعه اوس تر کنټرول لاندې ده.،،

مل پاسوال غیرت د جوزجان د والي په کور د جنرال دوستم د کسانو لخوا د حملې د سبب نه ناخبري وښوده.

د جوزجان والي وايي چې د دوستم کسانو پر برید کړی دی. نوموړي څو ساعته وروسته د نښتې په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل چې جنرال دوستم خبرداری ورکړی وو چې د ولسمشر کرزي په مشري د مرکزي حکومت څخه دي اطاعت ته د پای ټکي کښېږدي.

خو د ملي جنبش د ولایتي شورا مشر، محمد کینجه کارګر د امریکا غږ سره په مرکه کې د جوزجان د والي تورونه رد کړل او وویل چې ښاغلي دوستم غوښتل چې د ښاغلي ساعي سره د ګوندي مسایلو په هکله خبري وکړي. ،، مسله داسي وه چې د جنبش ملي ګوند مشر د وضعې د ښه والي په موخه د والي صاحب سره د مشورې دپاره د هغه لیدو ته ورغلی وو. په دې برخه کې کومه غلط فهمي رامنځ ته شوې ده چې ګوني د والي صاحب پر کور باندي برید شوی دی. وروسته جنرال دوستم بیرته د خپلو سرتیرو سره ستون شو چې د شبرغان خلګ کوم بل برداشت ونکړي.،،

ښاغلي کارګر د جنرال دوستم او جوزان د والي ترمنځ د ګوندي اختلافاتو موجودیت رد کړ او وېویل چې نوموړی د حزب مرستیال او د جنرال دوستم ،،فرزندي،، زوی دی.






XS
SM
MD
LG