د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان غواړي يونيم ميليارد متر مکعب اوبه مهار کړي


په هلمند کې د کجکي بند - ٢٠١٣
په هلمند کې د کجکي بند - ٢٠١٣

د بندونو د جوړولو سره به یو اشاریه پنځه ملیارده متر مکعبه اوبه مهار شي، د اوبو مهارول اوس د حکومت په لومړیتوبونو کې دي.

افغانستان د طبیعي اوبو پراخې زیرمې، پنځه لویې د اوبو حوزې او یو له هغو هیوادونو دی چې تر ډېره يې اوبه ګاونډیو هیوادونو ته بهیږي او په کورني لګښت کې د پام وړ ګټه ترې نه اخیستل کیږي.

افغانستان هر کال ۴۸ ملیارده متر مکعبه اوبه د مدیریت د نشتون له امله ضايع کوي چې ډیره برخه يې پاکستان او ایران ته ځي. د اوبو مهارول اوس په سیاسي کچه تر بحث او کار لاندې دی.

په هرات کې دسلما بند
په هرات کې دسلما بند

د اوبو او برېښنا وزارت وايي چې د اوبو د بندونو په جوړولو او تر کار لاندې پروژو په تطبیق به درې اشاریه شپږ ملیارده متر مکعبه اوبه مهار کړي.

ددې وزارت مرستیال الماس باور زاخیلوال وايي، حکومت به راتلوونکي کال ته د یوولسو بندونو په ډیزاین کار پیل کړي او په تطبیق به یې یو اشاریه پنځه ملیاده متر مکعبه اوبه مهار شي.

دیرش کاله پخوا افغانستان ۵۷ ملیارده متر مکعبه اوبه لرلې چې د دیرشو کلونو سر په سر وچکالیو نهه ملیارده متر مکعبه اوبه ضایع کړي.

اقلیمي بدلونونه یو له مهمو تاثیراتو دي.

د اوبو متخصصین وايي، افغانستان کې تېر کال هم د سختې وچکالۍ له امله د اوبو سطحه کمه شوې وه، خووايي سږني اورښتونه به اوبه زياتې کړي.

د اوبو برېښنا وزارت وايي، چې د کرهڼې د ودې لپاره د بندونو جوړول اړین دي، خو منتقدين وايي حکومت د اوبو په مهارولو کې جدي نه دی.

د افغانستان د ۱۱ بندونو ډیزان او کار پیلیږي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:45 0:00

XS
SM
MD
LG