د امریکا د حکومت په سلگونو کوم سري او محرم اسناد چې دویکي لیکس وېب پاڼې خپاره کړی دي، افغانستان په کې د یوه داسې هېواد په شکل معرفي شوی دی چې د حکومت په هره سطحه په کې رشوت خوري عامه ده.
دغه محرم اسناد چې په کابل کې د امریکا سفارت برابر کړي دي وایی چې د افغانستان په حکومت کې رشوت خوري دومره زېاته ده چې چاره سازي یې ډېره گرانه معلومېږي. د افغانستان په حکومت باندې د رشوت خورۍ سره ېوځای په غېر قانوني ډول د پېسو د راکړې ورکړې د کاوربار او د مخدره موادو د تولید او قاچاق د پیسو نه د گټې اخېستلو الزامونه هم لگول شوي دي.
د امریکا د سفارت په دغو سری ډیپلوماتيکي اسنادو کې جمهور رئیس حامد کرزی د یوه کمزوري او یوه بې کفاېته شخص په توگه معرفی شوی دی.
په یوه ډېپلومالتېکي مراسله کې د افغانستان دکرهڼی وزېر اصف رحېمی په ټول حکومت کې ېواځنی شخص ښودل شوی دی چې تراوسه پوری د رشوت خورۍ الزامونه نه پرې لگول شوي. په روانه اونۍ کې ويکي لیکس د امریکا د خارجه وزارت په زرهاو پټ اسناد خپاره کړل.