د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان ۲۵۰۰ کارگر اماراتو ته استوي


د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزیر ویلي چې د ۱۳۹۸ شمسي کال په حمل کې به ۲۵۰۰ افغان کارگر عربي متحده اماراتو ته واستول شي .

د کار او ټولنیزو چارو وزیر فیض الله ذکي د ازادۍ رادیو ته ویلي چې عربي متحده اماراتو ته د افغان کارگرانو په استولو موافقه شوې او د هغه په وینا د سعودي عربستان له مقاماتو سره هم خبرې روانې دي چې په هغه هیواد کې هم افغان کارگرانو ته د کار زمینه برابره شي.

همدا اوس په افغانستان کې ١،٩ میلیون کسان بیکاره دي او د ناامنیو، اداري فساد او د کار په گمارلو باندې د سمو پروگرامونو د نه شتون په وجه پدې هیواد کې بیکاري هره ورځ زیاتیږي.

له بلې خوا هر کال شاوخوا ۴۰۰ زره ځوانان د بیکارانو په ډله کې ورزیاتیږي چې علت د کاري فرصتونو نه شتون دی.

ښاغلي ذکي د دوشنبې په ورځ (دسمبر ١٠) د کاري مهاجرت د ملي ستراتیژۍ د اعلانولو په مراسمو کې وویل چې د افغانستان حکومت هڅه کوي چې د بیکارۍ کچه راټیټه کړي.

د کارگرانو د حقونو ساتنه، کاري مهاجرتونو ته زمینه برابرول او له افغانستان بهر افغانانو ته د کار موندل، د مهاجرینو مدیریت او کورنیو ته د کارگرانو د پیسو د لیږلو د بهیر تنظیم هغه کارونه دي چې د ښاغلي ذکي په وینا د مهاجرت په ملي ستراتیژۍ کې پرې کار شوی دی.

دمخه تر دې زیات شمیر افغان کارگران د گاونډیو هیوادونو په ځانگړې توگه د پاکستان په پاسپورتونو نورو هیوادونو ته د کار لپاره تلل، خو د ښاغلي ذکي په وینا د نوې ستراتیژۍ په پلي کولو سره به افغان کارگران په افغاني پاسپورتونو بهر ته د کار لپاره ولیږل شي.

د افغانستان د کارگرانو ملي اتحادیه ددغې ستراتیژۍ نه په هرکلي ویلي دي چې نورو هیوادونو ته د افغان کارگرانو په استولو کې باید هغو خلکو ته لومړیتیوب ورکړل شي چې مسلکي وي او په بهرنیو ژپو پوه وي.

XS
SM
MD
LG